د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، له دې وروسته د شخصي د وسلو ګرځولو ورکړل شوي کارتونه اعتبار نه لري.
د دوى په وينا، دا پرېکړه پرون د ولايت په نظامي غونډه کې وشوه.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د والي سليم کندوزي په مشرۍ د ولايت نظامي شورا په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کورنيو چارو وزارت له اسنادو پرته د وسلې د ګرځولو هېڅ جواز اعتبار نه لري. د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، له دې وروسته د شخصي د وسلو ګرځولو ورکړل شوي کارتونه اعتبار نه لري.
د دوى په وينا، دا پرېکړه پرون د ولايت په نظامي غونډه کې وشوه.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د والي سليم کندوزي په مشرۍ د ولايت نظامي شورا په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کورنيو چارو وزارت له اسنادو پرته د وسلې د ګرځولو هېڅ جواز اعتبار نه لري.
سرچينه وايي، د نظامي شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په جلال اباد ښار کې د تورو ښيښو او بې پلېټه موټرو، سړي تښتونې، غلاوو او نورو پېښو د مخنيوي په هدف پراخ عمليات ترسره شي .
په ننګرهار کې د شخصي وسلو ګرځولو کارتونو د نه اعتبار دا خبره په داسې حال کې کېږي، چې د شنونکو په باور، لا هم هلته د يو شمېر خلکو له لوري د غير قانوني وسلو په درلودلو سره ګڼې پېښې رامنځته کېږي.


