ads

د ننګرهار والي، يو شمېر پوډريان تداوۍ ته وړي

د ننګرهار والي سليم كندوزي نن د يو كمپاين په ترڅ كې د ښار له مختلفو واټونو او كونجونو څخه په نشه يي توكو روږدي كسان راټول كړل او د تداوۍ لپاره يې د عامې روغتيا رياست ته انتقال كړل.كندوزي پر ټولو هېوادوالو غږ وكړ چې د نشه يي توكو د پلورونكو د مخنيوي په […]

نویسنده: TKG
9 وری 1395
د ننګرهار والي، يو شمېر پوډريان تداوۍ ته وړي

د ننګرهار والي سليم كندوزي نن د يو كمپاين په ترڅ كې د ښار له مختلفو واټونو او كونجونو څخه په نشه يي توكو روږدي كسان راټول كړل او د تداوۍ لپاره يې د عامې روغتيا رياست ته انتقال كړل.
كندوزي پر ټولو هېوادوالو غږ وكړ چې د نشه يي توكو د پلورونكو د مخنيوي په اړه دې له امنيتي ځواكونو سره همكاري وكړي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي وویل، په جلال اباد ښار کې ورځ تر بلې د مخ پر زياتېدونكو نشه يانو د كچې راكمولو لپاره يې امنیتي ځواکونو ته امرکړی، چې د نشه یې توکو د پلورونکو مخنیوی وکړي. د ننګرهار والي سليم كندوزي نن د يو كمپاين په ترڅ كې د ښار له مختلفو واټونو او كونجونو څخه په نشه يي توكو روږدي كسان راټول كړل او د تداوۍ لپاره يې د عامې روغتيا رياست ته انتقال كړل.
كندوزي پر ټولو هېوادوالو غږ وكړ چې د نشه يي توكو د پلورونكو د مخنيوي په اړه دې له امنيتي ځواكونو سره همكاري وكړي.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي وویل، په جلال اباد ښار کې ورځ تر بلې د مخ پر زياتېدونكو نشه يانو د كچې راكمولو لپاره يې امنیتي ځواکونو ته امرکړی، چې د نشه یې توکو د پلورونکو مخنیوی وکړي.
والي وایي، دوی هڅه کوي، چې دغه روږدې کسان په روغتون کې بستر او د نشه یې توکو کاروباریان د قانون منګولو ته وسپاري.
د ننګرهار والي په داسې حال کې جلال اباد ښار څخه یو شمیر معتادین راټولوي، چې د کتونکو په باور د نشه یې توکو د زیات پلور او د پولیسو د ناسمې مبارزې له امله ورځ تر بلې خلک په اعتياد اخته کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA