ads

د ملي شورا پر نوې ودانۍ له دريو تر څلورو توغندي لګېدلي

نن سهار شاوخوا لس بجې د افغان پارلمان پر نوې ودانۍ له دريو تر څلورو راكټي بريدونه شوي چې د عيني شاهدانو په وينا يو راكټ يې د ملي شورا د  كميسيونونو د غونډو پر تالار لګېدلى دى.د كليد خبريال فضل هادي حميدي د پېښې له ځايه وايي، دوه يا درې راكټونه د پارلمان د […]

نویسنده: TKG
9 وری 1395
د ملي شورا پر نوې ودانۍ له دريو تر څلورو توغندي لګېدلي

نن سهار شاوخوا لس بجې د افغان پارلمان پر نوې ودانۍ له دريو تر څلورو راكټي بريدونه شوي چې د عيني شاهدانو په وينا يو راكټ يې د ملي شورا د  كميسيونونو د غونډو پر تالار لګېدلى دى.
د كليد خبريال فضل هادي حميدي د پېښې له ځايه وايي، دوه يا درې راكټونه د پارلمان د ودانۍ په انګړ كې لګېدلي او كوم تلفات يې نه دي اړولي: (( د كميسيونونو د غونډو پر تالار لګېدلي راكټ په اړه د تلفاتو خبر تر اوسه نشته، خو انګړ كې چې كوم راكټونه لګېدلي هلته دود پورته كېږي چې شايد كوم شي اور اخستى وي.)) نن سهار شاوخوا لس بجې د افغان پارلمان پر نوې ودانۍ له دريو تر څلورو راكټي بريدونه شوي چې د عيني شاهدانو په وينا يو راكټ يې د ملي شورا د  كميسيونونو د غونډو پر تالار لګېدلى دى.
د كليد خبريال فضل هادي حميدي د پېښې له ځايه وايي، دوه يا درې راكټونه د پارلمان د ودانۍ په انګړ كې لګېدلي او كوم تلفات يې نه دي اړولي: (( د كميسيونونو د غونډو پر تالار لګېدلي راكټ په اړه د تلفاتو خبر تر اوسه نشته، خو انګړ كې چې كوم راكټونه لګېدلي هلته دود پورته كېږي چې شايد كوم شي اور اخستى وي.))
حميدي وايي، د پېښې په ځاى كې يې امبولانسونه هم ليدلي چې له پېښې سمدستي وروسته رارسېدلي دي.
دا بريد په داسې حال كې شوى چې نن ولسي جرګې د هېواد امنيتي چارواكي د كورنيو چارو وزارت سرپرست، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز او د ملي امنيت سرپرست د  امنيتي وضعيت په اړه استجوابيه غونډې ته ور غوښتل شوي او د ولسي جرګې د عمومي غونډو په تالار كې ناست وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA