پاكستاني امنيتي سرچينې وايي، د پنجاب ايالت په لاهور ښار كې د سيل او چكر پر يوځاى ځانمرګي بريد د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰ كسان وژلي او له ۳۰۰ زيات ټپيان دي.
پوليسو ويلي، بريد په ګلشن اقبال پارك كې شوى چې له كبله يې د اكثره ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ نه دى او كېداى شي د مړينو كچه يې تر دې هم زياته شي. د لاهور د چاودنو مړي ۷۰، ټپيان ۳۰۰ ته لوړ شول
پاكستاني امنيتي سرچينې وايي، د پنجاب ايالت په لاهور ښار كې د سيل او چكر پر يوځاى ځانمرګي بريد د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰ كسان وژلي او له ۳۰۰ زيات ټپيان دي.
پوليسو ويلي، بريد په ګلشن اقبال پارك كې شوى چې له كبله يې د اكثره ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ نه دى او كېداى شي د مړينو كچه يې تر دې هم زياته شي.
ځايي سرچينې وايي ګلشن اقبال پارك سيمه تل له ګڼې ګوڼې ډكه وي، ځكه نو د پارك په منځ كې د زانګوګانو په څنګ كې درنې چاودنې اكثره ښځو او ماشومانو ته تلفات واړول.
د پېښې ځاى ته سمدستي د پوځ او ملكي حكومت ژغورونكې ډلې رسېدلي او د روغتيا ادارې په ټولو روغتونونو كې اضطراري حالت اعلان كړى دى.
د دې بريد پړه جماعت الاحرار لاهور ډلې اخستې ده، پوليسو هم تاييد كړې چې ځانمرګى بريدګر پنجابى و او شناختي كارډ يې هم موندل شوى دى.


