د كندهار د خټينو لوښو جوړوونكي كولالان شكايت كوي چې د يو مشخص او معلوم ځاى د نه لرلو له كبله يې هنر او كسب له منځه د تلو په حال كې دى.
د كندهار كولالان وايي، دوى د ژمي په موسم کې په ډېر محدود ځاى كې خپل اجناس جوړوي او د پسرلي په موسم کي يي بازار ته عرضه کوي، خو دا چې د تولید او ذخیرې لپاره يې پراخ ځای نه لري نو ځکه نه شي کولای چي زیات تولید او بازار پيدا كړي. د كندهار د خټينو لوښو جوړوونكي كولالان شكايت كوي چې د يو مشخص او معلوم ځاى د نه لرلو له كبله يې هنر او كسب له منځه د تلو په حال كې دى.
د كندهار كولالان وايي، دوى د ژمي په موسم کې په ډېر محدود ځاى كې خپل اجناس جوړوي او د پسرلي په موسم کي يي بازار ته عرضه کوي، خو دا چې د تولید او ذخیرې لپاره يې پراخ ځای نه لري نو ځکه نه شي کولای چي زیات تولید او بازار پيدا كړي.
حاجي فضل احمد چې له شاوخوا ۵۰ کلونو راهیسي د کلالۍ کسب مخته وړي وايي، اوس مهال دوی د کرايې په ځایونو کې خپل فعالیت کوي.
نوموړى زياتوي چې که دوی ته پراخه ساحه په واک کې ورکړل شي نو وبه کولای شي چې زیات اجناس تولید او ذخیره کړي: ((دوه درې كاله وړاندې ښاروالۍ راسره د ځاى د راكولو ژمنې کړي خو تر اوسه يي مشخص ځای نه دى راپه ګوته كړى، دولت باندې مو د ځاى حق دى، زموږ کار یوازې د پسرلي په دريو میاشتو کې وي. موږ د ژمي په موسم کي کار کوو او بیا په پسرلي کې يې خرڅوو. خو هغه د ځای د نشتون له امله بیرته یا مات شي او یا د باران د اوبو په وجه خراب شي.))
یو بل کلال هدایت الله خواجه هم وايي اوس مهال د دوی تولیدات ښه بازار لري خو داسې ځای نه لري چي هلته خپل تولید شوي اجناس ذخیره کړي.
دى وايي، په كندهار كې دا مهال کولالان د نورو کسبګرو په نسبت په کمزوري او پريوتي حالت کې دي: (( لخ دولت څخه مو غوښتنه دا ده چي موږ ته ځای راکړي ترڅو موږ هلته د ځان لپاره معیاري ځایونه جوړ کړو او په خپلو تولیداتو کې نور هم ښه والی راولو. شکر دی اوس زموږ تولیدات ښه بازار لري.)
د کندهار ښاروالۍ ریاست هم د کولالانو د مشخص ځای د نه شتون ستونزه پر ځای بولي.
د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضايي وايي د چاپیریال ساتني، ښاري پراختیا، ښاروالۍ او عامې روغتیا ریاستونو په ګډه د ښار په جنوبي برخه کي ورته ځای مشخص کړی و، خو په هغه کې ښاري ماسټر پلان په نظر کې نه و نیول شوی.
رضايي زياته كړه، دوی اوس پر دې کار کوي چې هر څومره ژر وي د ښار په يوه څنډه كې كولالانو ته يوه ټوټه ځمكه ځانګړې كړي.
دا په داسې حال كې ده چې د ښاري ژوند له ودې سره سم دا مهال خلك يوازې د څښاك لپاره كولالي لوښي لكه كټوري او منګي كاروي، خو د كندهار كولالان وايي، دوى اوس په خپل كسب كې د نوښتونو له كبله ښايسته ګلدانونه او ګڼ نور نمايشي زينتي شيان هم جوړوي.


