امنیتي چارواکي وایي، پرون د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله شلو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استولې خبر پاڼه کې ویل شوي، د ملي اردو چورلکو د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ کې د وسله والو په پټنځای بریدونه ترسره کړي، چې پرمهال یې د وسله والو د دوو مهمو قومندانانو عبدالستار او جنت ګل په ګډون۸ تنه وژل شوې او ۱۲نور یي ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي وایي، پرون د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله شلو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استولې خبر پاڼه کې ویل شوي، د ملي اردو چورلکو د نورستان ولایت دواب ولسوالۍ کې د وسله والو په پټنځای بریدونه ترسره کړي، چې پرمهال یې د وسله والو د دوو مهمو قومندانانو عبدالستار او جنت ګل په ګډون۸ تنه وژل شوې او ۱۲نور یي ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وایي، په دغو هوایې بریدونو کې نور چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه وسله والو طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د نورستان په دواب کې وسله والو طالبانو ته دا مرګ ژوبله په داسې حال کې اوړي، چې له تیرې پنچشنبې راهيسې په دغه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.


