افغان ځواكونو د هلمند په خانشين او سنګين ولسواليو كې د عملياتو په پايله كې د دوه مهمو طالب قومندانانو په ګډون ۷۶ وسله وال وژلي او ۴۳ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته په رالېږلې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ملي اردو ځواكونو په مشرۍ ترسره شوي چې په ترڅ كې يې خانشين ولسوالۍ كې ۷۰ وسله وال مړه او ۴۰ ټپيان دي، خو په سنګين كې بيا د دوه قومندانانو په ګډون ۶ طالبان مړه او ۳ ټپيان دي. افغان ځواكونو د هلمند په خانشين او سنګين ولسواليو كې د عملياتو په پايله كې د دوه مهمو طالب قومندانانو په ګډون ۷۶ وسله وال وژلي او ۴۳ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته په رالېږلې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ملي اردو ځواكونو په مشرۍ ترسره شوي چې په ترڅ كې يې خانشين ولسوالۍ كې ۷۰ وسله وال مړه او ۴۰ ټپيان دي، خو په سنګين كې بيا د دوه قومندانانو په ګډون ۶ طالبان مړه او ۳ ټپيان دي.
په عملياتو كې د طالبانو ۴ ډاټسن موټر او ۱۶ موټرسايكل هم له منځه وړل شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


