ads

جمهور رئيس كركټ ملي لوبډلې ته له بريا وروسته سمدستي ټليفون كړى

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او روزونکو ته د کرکټ په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د ويسټ انډيز په وړاندې د بريا مبارکي وويله.د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د نړيوال جام سياليو كې ويسټ انډيز ته په ۶ منډو ماتې وركړه.د جمهوري رياست له […]

نویسنده: TKG
9 وری 1395
جمهور رئيس كركټ ملي لوبډلې ته له بريا وروسته سمدستي ټليفون كړى

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او روزونکو ته د کرکټ په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د ويسټ انډيز په وړاندې د بريا مبارکي وويله.
د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د نړيوال جام سياليو كې ويسټ انډيز ته په ۶ منډو ماتې وركړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته وويل، چې د کرکټ په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې راڅرګندېدل او لوبېدل د هغوى د همېشنيو هڅو او ښو کړنو ښکارندويي كوي. جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او روزونکو ته د کرکټ په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې د ويسټ انډيز په وړاندې د بريا مبارکي وويله.
د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ د نړيوال جام سياليو كې ويسټ انډيز ته په ۶ منډو ماتې وركړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته وويل، چې د کرکټ په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې راڅرګندېدل او لوبېدل د هغوى د همېشنيو هڅو او ښو کړنو ښکارندويي كوي.
د هېواد جمهور رئيس دغه لوبغاړي د افغانستان رښتيني اتلان وبلل، چې په وينا يې دغه دغه اتلولي يې دا ځل او هر ځل په نړيوالو سياليو کې ثابته کړې ده.
محمد اشرف غني د کرکټ د ملي لوبډلې له روزونکو انضمام الحق او منوج پراباکر څخه له دې كبله، چې د کرکټ په برخه کې يې د افغان لوبغاړو ښه روزنه کړې، مننه وکړه.
جمهور رئيس د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو او روزونکو ګډ کار ته په اشارې وويل، چې دا د سيمې د هېوادونو د همکارۍ او ګډ کار لپاره الهام او ښه بېلګه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA