ads

جلال اباد ښاروالۍ د ښاري خونديتوب كنفرانس جوړ كړ

د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، د ښاري خوندیتوب لپاره يې هڅې پیل کړي او ژر چې په دې برخه كې پرتې ستونزې حل کړي.چارواکو دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې د ښاري خوندیتوب د ارزونې په کنفرانس کې وکړې.د جلال اباد ښاروال حمید الله افغان د دغه کنفرانس په څنډه کې کلید […]

نویسنده: TKG
9 وری 1395
جلال اباد ښاروالۍ د ښاري خونديتوب كنفرانس جوړ كړ

د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، د ښاري خوندیتوب لپاره يې هڅې پیل کړي او ژر چې په دې برخه كې پرتې ستونزې حل کړي.
چارواکو دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې د ښاري خوندیتوب د ارزونې په کنفرانس کې وکړې.
د جلال اباد ښاروال حمید الله افغان د دغه کنفرانس په څنډه کې کلید ته وویل، دوی هڅه کوي، په ښار کې هغه شته ستونزې حل کړي، چې پر ښاریانو سربیره د لرو پرتو ولسوالیو راتلونکي خلک هم ورسره لاس او ګریوان دي. د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، د ښاري خوندیتوب لپاره يې هڅې پیل کړي او ژر چې په دې برخه كې پرتې ستونزې حل کړي.
چارواکو دغه څرګندونې نن په جلال اباد ښار کې د ښاري خوندیتوب د ارزونې په کنفرانس کې وکړې.
د جلال اباد ښاروال حمید الله افغان د دغه کنفرانس په څنډه کې کلید ته وویل، دوی هڅه کوي، په ښار کې هغه شته ستونزې حل کړي، چې پر ښاریانو سربیره د لرو پرتو ولسوالیو راتلونکي خلک هم ورسره لاس او ګریوان دي.
نوموړي زیاته کړه، د دغه کنفرانس له لارې به په ښارکې شته ستونزې راغونډې او د حل په موخه به یې له ځانه سره ليست كړي.
ښاروال په ورته وخت کې له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د ښاري فرهنګ په مراعتولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې بیا د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال د ښاروالۍ له چارو خوښ دی او ټینګار کوي، چې د ښاري امنیت خوندیتوب لپاره ټولې مربوطه ادارې باید په ګډه کار وکړي.
ګردیوال په ننګرهار کې د ښاري خونديتوب په برخه كې د ملاتړې (یو این هبیتات) ادارې له چارو خوښي وښوده او د ښار ښکلا لپاره یې د لا نورې مرستې غوښتنه وکړه.
د جلال اباد ښاروالۍ په داسې حال کې د ښاري خوندیتوب خبره کوي، چې لا هم په دغه ښار کې ښاري بې نظمي، د کثافاتو زیاتوالی او یو شمیر نور مشکلات پر ښاروالۍ د انتقاد مسایل ګڼل کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA