د امريكا د جمهوري رياست لپاره كانديد د جمهوري غوښتونكو د ګوند كانديد ډونالډ ټرمپ وايي، كه واك ترلاسه كړي نو له سعودي څخه د تېلو پر خريدارۍ له سره غور وكړي.
ټرمپ امريكايي رسنيو ته ويلي، امريكا د سعودي تر څنګ ګڼو هېوادونو ته خونديتوب وركړى په داسې حال كې چې دوى خپله هم د ځان د خونديتوب لپاره كافي وسايل لري. د امريكا د جمهوري رياست لپاره كانديد د جمهوري غوښتونكو د ګوند كانديد ډونالډ ټرمپ وايي، كه واك ترلاسه كړي نو له سعودي څخه د تېلو پر خريدارۍ له سره غور وكړي.
ټرمپ امريكايي رسنيو ته ويلي، امريكا د سعودي تر څنګ ګڼو هېوادونو ته خونديتوب وركړى په داسې حال كې چې دوى خپله هم د ځان د خونديتوب لپاره كافي وسايل لري.
دى وايي، همدا وجه ده چې پتېيلې يې ده كه واك ته ورسېږي نو له سعودي څخه د تېلو د خريدارۍ بندولو په اړه به غور وكړي.
دى وايي، تر څو چې سعودي عرب د داعش پر ضد جګړې ته ځمكني پوځونه وانه ستوي، نو له دغه هېواد څخه بايد د تېلو اخستل ودرول شي.


