د ننګرهار د سولې ولايتي كمېټې چارواكي وايي، نن په دغه ولايت كې۵۳ داعش او طالب وسله والو خپلې وسلې دولت ته وسپارلې او د سولې له بهير سره يو ځاى شول.
د ننګرهار د سولې ولایتي کمېټې مشر ملک نظیر د سولې له بهير سره د دغو کسانو د یوځای کیدو په مراسمو كې خبريالانو ته وويل، د ملي امنیت او سولې شورا په هڅو په طالبانو پورې اړوند ۴۳ تنه او په داعش ډلې پورې تړلي ۱۰تنه له دولت سره یوځای شول. د ننګرهار د سولې ولايتي كمېټې چارواكي وايي، نن په دغه ولايت كې۵۳ داعش او طالب وسله والو خپلې وسلې دولت ته وسپارلې او د سولې له بهير سره يو ځاى شول.
د ننګرهار د سولې ولایتي کمېټې مشر ملک نظیر د سولې له بهير سره د دغو کسانو د یوځای کیدو په مراسمو كې خبريالانو ته وويل، د ملي امنیت او سولې شورا په هڅو په طالبانو پورې اړوند ۴۳ تنه او په داعش ډلې پورې تړلي ۱۰تنه له دولت سره یوځای شول.
نوموړی وایي، دغو وسله والو د ننګرهار بټي کوټ، مومندره، اچین، نازیانو او هسکې مېنې ولسوالیو کې حكومت ضد وسله وال فعالیتونه کول.
د سولې د ولایتي کمیټې مشر زیاته کړه، یو ځای شویو وسله والو دغه راز خپله ۴۳ میله بیلا بیل ډوله وسله هم دولت ته تسلیم کړه.
په ورته وخت کې بیا د ننګرهار والي سلیم کندوزي د سولې له پروسې سره د دومره شمېر وسله والو یو ځای کیدو باندې خوښې وښوده او یادونه یې وکړه ، چې د دوی د ژوند ښه والي او امنیت ساتلو لپاره به هڅې وکړي.
والي سلیم کندوزي له ټولو وسله والو ډلو غوښتنه وکړه ، چې د سولې پروسې سره یو ځای او د خپل هیواد په ساتنه کې ونډه واخلي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې له پیله تر اوسه پورې ۸۹۶ وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شوې دي.
خو دا په داسې حال کې ده چې ډېر كله شكايت كېږي چې، د سولې له پروسې سره یو ځای کیدونکو وسله والو ته د لازمو اسانتیاو د نه برابرېدو په وجه دوی بیرته د مخالفینو لیکو ته ځي.


