د ننګرهار امنيتي چارواكي د يو شمېر ولسواليو سيمه ييزو پوليسو ته د ۱۲۰ عرادې موټرسايكلو د وركړې او په غني خېلو كې د ۵۷ كېلوګرامه نشه يي توكو د نيولو خبر وركوي.
د ننګرهار امنيه قومندانۍ لخوا كليد ته په دې اړه رااستول شوې خبرپاڼه وايي، دغه ۱۲۰ شل موټرسايكلونه په سرحدي ولسواليو كې سيمه ييزو پوليسو ته وركړل شوي تر څو د پوليسو ګزمې لا چټكې شي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د ننګرهار سيمه ييزو پوليسو ته ۱۰۴ رنجر موټر هم وركول شوي وو. د ننګرهار امنيتي چارواكي د يو شمېر ولسواليو سيمه ييزو پوليسو ته د ۱۲۰ عرادې موټرسايكلو د وركړې او په غني خېلو كې د ۵۷ كېلوګرامه نشه يي توكو د نيولو خبر وركوي.
د ننګرهار امنيه قومندانۍ لخوا كليد ته په دې اړه رااستول شوې خبرپاڼه وايي، دغه ۱۲۰ شل موټرسايكلونه په سرحدي ولسواليو كې سيمه ييزو پوليسو ته وركړل شوي تر څو د پوليسو ګزمې لا چټكې شي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د ننګرهار سيمه ييزو پوليسو ته ۱۰۴ رنجر موټر هم وركول شوي وو.
د يو بل خبر له مخې امنيتي ځواكونو د غني خېلو ولسوالۍ په ماركو كې ۵۰ كېلو ګرامه چرس او ۷ كېلو ګرامه ترياك له څلورو تنو سره يوځاى نيولي دي.
سرچينه زياتوي، د ننګرهار پوليسو په بهسودو او كامې ولسوالۍ كې هم دوه ماينونه كشف كړي او په تور يې دوه تنه نيولي دي.


