ads

ميدان وردګو كې معلولو مېرمنو ته د قالين اوبدنې حرفوي كورسونه پيلېږي

د ميدان وردګو چارواكي وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت كې د ښځو لپاره د قالين اوبدنې د حرفوي زده كړو پروګرام پيل كړي.د وردګو مرستيال والي، ذاكر حسين سلطاني، دا خبرې نن په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په مياشتنۍ غونډه كې وكړې.سلطاني زياته كړه، ولايتي اداره […]

نویسنده: TKG
8 وری 1395
ميدان وردګو كې معلولو مېرمنو ته د قالين اوبدنې حرفوي كورسونه پيلېږي

د ميدان وردګو چارواكي وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت كې د ښځو لپاره د قالين اوبدنې د حرفوي زده كړو پروګرام پيل كړي.
د وردګو مرستيال والي، ذاكر حسين سلطاني، دا خبرې نن په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په مياشتنۍ غونډه كې وكړې.
سلطاني زياته كړه، ولايتي اداره په پام كې لري چې سږ كال په ميدان وردګو كې د ښځو د ژوند د ښه والي پرواګرامونه چټك كړي او همدا راز به هغوى پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين له قانون سره سم پر وخت مجازات شي. د ميدان وردګو چارواكي وايي، ډېر ژر به په دغه ولايت كې د ښځو لپاره د قالين اوبدنې د حرفوي زده كړو پروګرام پيل كړي.
د وردګو مرستيال والي، ذاكر حسين سلطاني، دا خبرې نن په دغه ولايت كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په مياشتنۍ غونډه كې وكړې.
سلطاني زياته كړه، ولايتي اداره په پام كې لري چې سږ كال په ميدان وردګو كې د ښځو د ژوند د ښه والي پرواګرامونه چټك كړي او همدا راز به هغوى پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين له قانون سره سم پر وخت مجازات شي.
په دې غونډه کې د ښځو چارو رئیسې او د بیلا بیلو ادارو استازو ګډون کړی و، چې په تیره میاشت کې يې د ښځو د ژوند ښه والي لپاره د خپلو ترسره کړو فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو رئیس وویل، د معلولو میرمنو لپاره یې د قالین اوبدلو پروګرام  باندې کار کړی چې ډیر ژر به پيل او معلولو میرمنو ته به په كې حرفوي زده کړې ورکول کیږي.
د ښځو چارو رئیسې وحیدې ښکلې بيا وویل، په تیره میاشت کې یې له  ښځو سره د تاوتریخوالي درې قضیې ثبت کړي، چې یوه یې د طلاق او دوه هغه یې د وهلو ډبولو دي چې په خبره يې ټولو قضیو ته پر وخت رسیده ګي شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA