ads

د ټاپي د عملي کېدو پر لور بل ګام

د ټاپي د ګازو نللیکې د عملي کېدو په لړ کې شریکو هېوادونو په دې پروژه کې د لومړنۍ پانګونې تړون لاسلیک کړ. دا تړون د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او  هندوستان هېوادونو د استازو ترمنځ په دې وروستیو کې د ترکیې په پايتخت استانبول کې لاسلیک شوی دی.د تړون له مخې د ټاپي په پروژه […]

نویسنده: TKG
8 وری 1395
د ټاپي د عملي کېدو پر لور بل ګام

د ټاپي د ګازو نللیکې د عملي کېدو په لړ کې شریکو هېوادونو په دې پروژه کې د لومړنۍ پانګونې تړون لاسلیک کړ. دا تړون د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او  هندوستان هېوادونو د استازو ترمنځ په دې وروستیو کې د ترکیې په پايتخت استانبول کې لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې د ټاپي په پروژه کې څلور واړه شریک هېوادونه به په لومړي ګام کې پر دې پروژې شاوخوا ۲۰۰ ملیونه ډالره پانګونه کوي. ویل کېږي چې دا پانګونه  به د پروژې تخنیکي او اقتصادي څېړنې ته لار پرانیزي. د ټاپي د ګازو نللیکې د عملي کېدو په لړ کې شریکو هېوادونو په دې پروژه کې د لومړنۍ پانګونې تړون لاسلیک کړ. دا تړون د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او  هندوستان هېوادونو د استازو ترمنځ په دې وروستیو کې د ترکیې په پايتخت استانبول کې لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې د ټاپي په پروژه کې څلور واړه شریک هېوادونه به په لومړي ګام کې پر دې پروژې شاوخوا ۲۰۰ ملیونه ډالره پانګونه کوي. ویل کېږي چې دا پانګونه  به د پروژې تخنیکي او اقتصادي څېړنې ته لار پرانیزي.
د پخواني تړون له مخې ترکمنستان په ټاپي پروژه کې ۸۵ په سلو کې او پاتې نور شریک هېوادونه به هر یو پنځه پنځه فيصده پانګونه کوي.
په دې توګه د استانبول په وروستۍ ناسته کې غړو هېوادونو هوکړه کړې چې ۲۰۰ ملیونه ډالره ابتدايي پانګه به پر غړو هېوادونو د همدې سهم پر اساس وېشل کېږي. په یاده غونډه کې په ټاپي پروژه کې د ابتدايي پانګونې په اړه هوکړې شوې ده او ټاکل شوې چې د نهايي پانګونې په اړه هم ډېر ژر د روان میلادي کال په نیمايي کې غونډه ترسره شي.
د غونډې ګډونوالو هیله څرګنده کړې چې وروستۍ هوکړه به د ټاپي د ګازو  نللیکې پروژې تخنیکي مطالعاتو ته لاره اواره کړي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت هم وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې به د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین تخنیکي او اقتصادي څېړنې پیل شي.
ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ د لېږد هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي. د دې پروژې د عملي کېدو تړون د تېر ۱۳۹۴لمریز کال د زمري  په ۱۳مه د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند مشرانو ترمنځ په ترکمنستان کې لاسلیک شو.
ټاکل شوې دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧کيلو متره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلو متره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي.
همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو  ته جلا اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په عملي کېدو  سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره  پوره او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي. دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د ملیونونه ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې هم مرسته وکړي.
د ټاپي پروژې ټول لګښت شاوخوا لس ملیارده ډالره اټکل شوی دی چې د اسیا پراختیايي بانک او د امریکا متحده ایالتونو یې د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د ټاپې پروژې د قرارداد لاسليك په ټول افغانستان كې، د ولسونو له خوا له هركلي سره مخ شوى او ولسونه په دې باور دي چې د اقتصاد د لوړوالي ترڅنګ، د امنيت د تامين له پاره هم يوه ښه فرصت دى او په دې اړه په ټولو ولايتونو كې لويې منن غونډې وشوې او په يوه منن تګ كې  چې په كابل كې د تركمنستان تر سفارت پورې وشو، د تركمنستان سفير ته مدني ټولنو منن ليك هم وړاندې كړ. سرچینه/ همیانۍ

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA