عربي سرچينې وايي په يمن كې پخوانى لرې كړاى شوى جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي سخت ناروغه شوى او ډاكټرانو يې روغتيايي وضعيت نازك ښودلى دى.
تسنيم خبري اژانس د منصور هادي د پلويانو له قوله ويلي، چې نوموړى غواړي له عدن څخه ووځي او په کوم بهرني هېواد کې د خپلې ناروغتيا له كبله بستر شي. عربي سرچينې وايي په يمن كې پخوانى لرې كړاى شوى جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي سخت ناروغه شوى او ډاكټرانو يې روغتيايي وضعيت نازك ښودلى دى.
تسنيم خبري اژانس د منصور هادي د پلويانو له قوله ويلي، چې نوموړى غواړي له عدن څخه ووځي او په کوم بهرني هېواد کې د خپلې ناروغتيا له كبله بستر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاكل شوې د يمن په يو شمېر ښارونو کې د دغه هېواد د کورنۍ جګړې او په ځانګړي ډول پر يمن د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايتلاف د بريدونو لومړۍ كليزه نمانځل كېږي.
له پخواني لرې کړاى شوي جمهور رئيس منصور هادي سره د سعودي عربستان مرسته ملګرې ده، خو حوثي وسله وال چې د يمن ډېرى سيمې يې پخپله ولکه کې راوستي، د ايران له ملاتړه برخمن دي.


