ads

د نورستاني استعفا او تر شا يې مصلحتونه

د ښې حکومتولۍ او په افغانستان کې د رښتني ثبات د رامنځته کېدو لپاره مصلحتونو او جوړجاړیو ته شا کول، یوه غوره حل لاره ده. تر ډېرو جنجالونو، منډو رامنډو او مصلحتونو وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر له خپلې دندې استعفا وکړه، که څه هم د یو شمېر خلکو په نظر د اجراییه […]

نویسنده: TKG
8 وری 1395
د نورستاني استعفا او تر شا يې مصلحتونه

د ښې حکومتولۍ او په افغانستان کې د رښتني ثبات د رامنځته کېدو لپاره مصلحتونو او جوړجاړیو ته شا کول، یوه غوره حل لاره ده.
تر ډېرو جنجالونو، منډو رامنډو او مصلحتونو وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر له خپلې دندې استعفا وکړه، که څه هم د یو شمېر خلکو په نظر د اجراییه ریاست او ارګ ترمنځ د نظر د اختلافونو د له منځه وړلو په برخه کې دا یو مهم ګام دی، خو تر ټولو مهم ګام دا دی چې آیا د تېر په څېر بیا هم دغه کمیسیون د سیاسي جوړجاړیو په بنسټ رامنځته کېږي او د حکومت د څوکیو غوندې نیم په نیمه ویشل کېږي او که بې طرفه کسان د انتخاباتو د کميسیونونو په سر کې راځي. د ښې حکومتولۍ او په افغانستان کې د رښتني ثبات د رامنځته کېدو لپاره مصلحتونو او جوړجاړیو ته شا کول، یوه غوره حل لاره ده.
تر ډېرو جنجالونو، منډو رامنډو او مصلحتونو وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر له خپلې دندې استعفا وکړه، که څه هم د یو شمېر خلکو په نظر د اجراییه ریاست او ارګ ترمنځ د نظر د اختلافونو د له منځه وړلو په برخه کې دا یو مهم ګام دی، خو تر ټولو مهم ګام دا دی چې آیا د تېر په څېر بیا هم دغه کمیسیون د سیاسي جوړجاړیو په بنسټ رامنځته کېږي او د حکومت د څوکیو غوندې نیم په نیمه ویشل کېږي او که بې طرفه کسان د انتخاباتو د کميسیونونو په سر کې راځي.
د ۲۰۱۴ کال تر جنجالي انتخاباتو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر ډېر فشار لاندې و او داسې اټکل کېده چې ښايي ډېر ژر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او شکایاتو د کمیسیونونو رهبري په بشپړه توګه بدله شي. خو سره له ټولو دغو انګېرنو، د دې کمیسیونونو غړو دا ډېره موده خپل کار ته دوام ورکړ او د دغه کاري مودې په ترڅ کې يې یو ځل حتی په یو ډېر جدي اقدام هم لاس پورې کړ او ويې ویل چې جمهور رییس غني تر ډاکتر عبدالله ډېرې رايې ګټلې وې. خو پر دې خبرې غټه تېږه کېښودل شوه او دا فکر رامنځته شو، چې د اجراییه ریاست او ارګ ترمنځ کوم جوړجاړی شوی.
دا خبره ځکه مطرح کېږي چې د انتخاباتو کمیسیونونه پر همدې ټکي د ولس له خوا تر انتقاد لاندې دی، چې ولې د انتخاباتو نتایج ټکني اعلان کړل او د ګټونکي او بایلونکي په ځای، جمهور رییس او اجراییه رییسان اعلان کړل.
د انتخاباتو له جنجالي کولو سره ولس دا فکر کاوه چې په څه ډول به د انتخاباتو کميسیونونه ملغا اعلانېږي او د خپلې دورې تر تکمیلولو مخکې څه ډول به خلع صلاحیت کېږي. ځکه په دې ډول به قانوني تشه احساسېده او د زورواکۍ احساس قوي کېده. یو شمېر شنونکو له هغه پيله دا نظر ورکاوه چې ښايي د مصلحتونو او جوړجاړیو له لارې د انتخاباتو د کمیسیونونو غړي استعفا ته اړ کړای شي او دا جنجال به هوار شي.
د استعفا مورد تر هغه وروسته ډېر پر ژبو ښکته پورته شو چې د انتخاباتي اصلاحاتو کميسیون جوړ شو او بیا غوراوي کمېټه رامنځته شوه.
که څه هم د انتخاباتو پخوانی مشر یوسف نورستاني تر وروستیو پورې پر دې ټينګ ولاړ و چې د زور له لارې به استعفا ونه کړي خو اوس داسې ښکاري چې ښايي خامخا په دې برخه کې جوړجاړي شوې او مصلحتونه په نظر کې نیول شوي دي. یوه خبره چې ډېر په وروستیو ورځو کې مطرح شوه او سوشیل مېډیا پرې ډېر تمرکز درلود، هغه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د شکایاتو کميسيون مشرانو ته د د دوو سفارتونو ورکړه وو.
جوړجاړیو دا څوارلس کاله پر افغانانو ورځ سخته کړه، اوس چې بیا د جوړجاړیو خبرې کېږي او عملا حکومت نیم په نیمه ویشل شوی او فکر کېږي چې د انتخاباتو کمیسیونونه به هم نیم په نیمه د ارګ او سپيدار ترمنځ ویشل کېږي، د ولس وېره زياتوي او دا ګمان قوي کېږي، چې د بوسو لاندې اوبه تېرولو له کبله به بیا هم خوار او په جنګ ځپلی افغان ولس به د ښې ورځې شاهد نه وي.
د ولس غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو د کمیسیونونو لپاره خپلواک کسان رامخته شي او یو ځلی بیا د دوی په سرنوشت لوبې ونه شي. دا وېره ځکه موجوده ده چې موږ نن و سبا کې پارلماني انتخابات لرو، چې د هیواد د سرنوشت لپآره په دې حساسو شرایطو کې ډېر مهم انتخابات دي. که چېرته دا کميسیونونه د ارګ او سپيدار ترمنځ ویشل کېږي نو د ښې حکومتولۍ تمه به هم پرې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA