د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت د خلم ولسوالۍ پر شباغلي او ايرګنك پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي او د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ د وسله والو ۶ تنه ژوندي نيول شوي دي.
په دې اړه د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دراني له کلید سره په خبرو کې وویل، طالبانو تیره شپه شاوخوا دوه بجې د زغروالو ټانګونو په مرسته د خلم ولسوالۍ د شباغلي او ایرګنک پر پوستو بريدونه وكړل چې د بلخ ولایت د شاهراه قطعې د پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول. د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت د خلم ولسوالۍ پر شباغلي او ايرګنك پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي او د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ د وسله والو ۶ تنه ژوندي نيول شوي دي.
په دې اړه د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دراني له کلید سره په خبرو کې وویل، طالبانو تیره شپه شاوخوا دوه بجې د زغروالو ټانګونو په مرسته د خلم ولسوالۍ د شباغلي او ایرګنک پر پوستو بريدونه وكړل چې د بلخ ولایت د شاهراه قطعې د پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول.
دراني زیاته کړه، په دغه نښته کې امنیتی ځواکونوږ طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او د وسله والو طالبانو درې هاموې ټانګونه چې د کندوز په سقوط كې يې نيولي وو، بېرته د امنيتي ځواكونو لاسته كېوتي.
دراني زياته كړه، په دغه نښته کې افغان امنتيي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي. دا په داسې حال كې ده چې تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .


