د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ځمکو غصب مخنيوي او د دولتي غصب شويو ځمکو راګرځولو لپاره روان کمپاين به د خلکو د حقونو په خوندي ساتلو سره ترسره کېږي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې د سيد اباد ولسوالۍ يو شمېر مشرانو سره د ليدنې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې ټولې دولتي غصب شوې ځمکې به له غاصبينو راوګرځول شي او د غصب مخنيوي لپاره به په جدي ډول کار ته دوام ورکوي. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ځمکو غصب مخنيوي او د دولتي غصب شويو ځمکو راګرځولو لپاره روان کمپاين به د خلکو د حقونو په خوندي ساتلو سره ترسره کېږي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې د سيد اباد ولسوالۍ يو شمېر مشرانو سره د ليدنې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې ټولې دولتي غصب شوې ځمکې به له غاصبينو راوګرځول شي او د غصب مخنيوي لپاره به په جدي ډول کار ته دوام ورکوي.
د حيات په وينا، د خلکو حقونه نه تر پښو لاندې کېږي او له انصاف او عدالت سره به سم پر ټولو يوشان قانون تطبيق شي.
په دې غونډه كې د سيد اباد د مشرانو په استازيتوب د وردګو د ټولنيزې شورا رئيس ضياء الدين کمال خبرې وکړې.
هغه غوښتنه وکړه، چې خلکو ته دې په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې او د کار زمينې برابرې شي.


