ads

حيات: د غصب د مخنيوي کمپاين کې به د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه شي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ځمکو غصب مخنيوي او د دولتي غصب شويو ځمکو راګرځولو لپاره روان کمپاين به د خلکو د حقونو په خوندي ساتلو سره ترسره کېږي.نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې د سيد اباد ولسوالۍ يو شمېر مشرانو سره د ليدنې په مهال […]

نویسنده: TKG
8 وری 1395
حيات: د غصب د مخنيوي کمپاين کې به د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه شي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، د ځمکو غصب مخنيوي او د دولتي غصب شويو ځمکو راګرځولو لپاره روان کمپاين به د خلکو د حقونو په خوندي ساتلو سره ترسره کېږي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې د سيد اباد ولسوالۍ يو شمېر مشرانو سره د ليدنې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې ټولې دولتي غصب شوې ځمکې به له غاصبينو راوګرځول شي او د غصب مخنيوي لپاره به په جدي ډول کار ته دوام ورکوي.

د حيات په وينا، د خلکو حقونه نه تر پښو لاندې کېږي او له انصاف او عدالت سره به سم پر ټولو يوشان قانون تطبيق شي.
په دې غونډه كې د سيد اباد د مشرانو په استازيتوب د وردګو د ټولنيزې شورا رئيس ضياء الدين کمال خبرې وکړې.
هغه غوښتنه وکړه، چې خلکو ته دې په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې او د کار زمينې برابرې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA