ads

اچين كې پر داعش ډلې هوايي بريد، ۱۱ مړه

د ننګرهار امنيتي چارواکي وایي، تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه برید كې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دا بريد د اچین ولسوالۍ مامندرې، شین شوبي سیمه شوى دى […]

نویسنده: TKG
8 وری 1395
اچين كې پر داعش ډلې هوايي بريد، ۱۱ مړه

د ننګرهار امنيتي چارواکي وایي، تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه برید كې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دا بريد د اچین ولسوالۍ مامندرې، شین شوبي سیمه شوى دى چې په ترڅ كې يې د داعش ډلې يو شمېر وسلې هم له منځه تللي، خو نور چاته زيان نه دى اوښتى. د ننګرهار امنيتي چارواکي وایي، تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه برید كې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دا بريد د اچین ولسوالۍ مامندرې، شین شوبي سیمه شوى دى چې په ترڅ كې يې د داعش ډلې يو شمېر وسلې هم له منځه تللي، خو نور چاته زيان نه دى اوښتى.
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په ننګرهار کې دا داعش وسله وال په داسې حال کې وژل کیږي، چې امنيتي چارواکو ویلي په روان کال کې د دغې ډلې د ځپلو لپاره ګڼ پلانونه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA