ads

هلمند: امنيتي ځواكونو طالبانو ته د ۷ زره مرميو ليږدوونكى نيولى

د هلمند  امنيتي ځواكونو په ناد علي ولسوالۍ كې طالبانو ته د اووه زره مرميو يو اكمالوونكى نيولى دى.د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، نيول شوي سړي غوښتل دغه د سپكو او وسلو مرمۍ له لښكرګاه څخه په نادعلي كې ميشتو طالبانو ته ولېږدوي، خو نادعلي ته پر لاره شنه كلي كې […]

نویسنده: TKG
7 وری 1395
هلمند: امنيتي ځواكونو طالبانو ته د ۷ زره مرميو ليږدوونكى نيولى

د هلمند  امنيتي ځواكونو په ناد علي ولسوالۍ كې طالبانو ته د اووه زره مرميو يو اكمالوونكى نيولى دى.
د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، نيول شوي سړي غوښتل دغه د سپكو او وسلو مرمۍ له لښكرګاه څخه په نادعلي كې ميشتو طالبانو ته ولېږدوي، خو نادعلي ته پر لاره شنه كلي كې له يو موټر او اووه زره مرميو سره لاس په لاس نيول شوى دى: (( اوس دغه سړى د پوليسو تر څېړنې لاندې دى او په امنيه قومندانۍ كې پروت دى.)) د هلمند  امنيتي ځواكونو په ناد علي ولسوالۍ كې طالبانو ته د اووه زره مرميو يو اكمالوونكى نيولى دى.
د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، نيول شوي سړي غوښتل دغه د سپكو او وسلو مرمۍ له لښكرګاه څخه په نادعلي كې ميشتو طالبانو ته ولېږدوي، خو نادعلي ته پر لاره شنه كلي كې له يو موټر او اووه زره مرميو سره لاس په لاس نيول شوى دى: (( اوس دغه سړى د پوليسو تر څېړنې لاندې دى او په امنيه قومندانۍ كې پروت دى.))
په عين حال كې تورن نيك محمد هم په خپل جرم اعتراف كوي او وايي، شاوخوا نهه زره د كلاشينكوف او پيكا مرمۍ ورته په لښكرګاه كې د طالب په نوم يو سړي وركړې تر څو يې د شل زره  افغانيو په بدل كې طالبانو ته ورسوي، خو په لاره كې د پوليسو لخوا ونيول شو: (( تر دې وړاندې يې راباندې څلور زره مرمۍ د همدومره پيسو په بدل كې طالبانو ته لېږدولې وې، هغه وخت يې هم راته مرمۍ په لښكرګاه كې تسليم كړې وې.))
دا په داسې حال كې ده چې په هلمند كې يو شمېر خلك بيا داسې شكايتونه م كوي چې ګواكې ځينې افغان سرتېري دغلته په لوى لاس وسله والو باندې خپلې مرمۍ پلوري او په دې ډول د امنيت په خرابوالي كې مرسته كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA