په هرات كې د امنيتي ځواكونو د دوه جلا جلا عملياتو په ترڅ كې ۱۰ تنه د انسان تښتونې په تور نيول شوي دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي په دې اړه كليد ته وويل، درې انسان تښتوونكو هر يو ګران اقا ګل، پهلوان او غلام څلور ورځې وړاندې د عبدالرازق په نوم د شينډنډ له لويې لارې تښتولى و، چې اوس د كمانډو او ملي اردو ځواكونو په عملياتو كې نيول شوي دي. په هرات كې د امنيتي ځواكونو د دوه جلا جلا عملياتو په ترڅ كې ۱۰ تنه د انسان تښتونې په تور نيول شوي دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي په دې اړه كليد ته وويل، درې انسان تښتوونكو هر يو ګران اقا ګل، پهلوان او غلام څلور ورځې وړاندې د عبدالرازق په نوم د شينډنډ له لويې لارې تښتولى و، چې اوس د كمانډو او ملي اردو ځواكونو په عملياتو كې نيول شوي دي.
سرچينه وايي، له دغو درې واړو څخه درې ميله وسله هم نيول شوې او تښتولى سړى چې په يوه څاه كې يې ساتلى و، هم خوشې شوى دى: (( دوى د عبدالرازق له كورنۍ پيسې غوښتې خو بريالي نه شول.))
د يو بل خبر له مخې د هرات د ملي امنيت رياست وايي، د دغه ولايت په انجيل ولسوالۍ او لسمه ناحيه كې يې د يو لړ جلا عملياتو په نتيجه كې ۷ انسان تښتوونكي نيولي دي.
د دغو نيونو په اړه د هرات ولايت مقام خپره كړې خبرپاڼه كې ويلي، چې اووه واړه نيول شوي كسان د كرخ اوسېدونكي دي او له هرات ښار څخه يې د ۹ تنو په تښتونه اعتراف كړى دى.
سرچينه وايي، له دغو اووه انسان تښتوونكو يې هم ۳ موټرسايكلونه، ۱۷ موبايلونه، وسلې او ګڼ مهمات نيولي دي.
دا په داسې حال كې ده چې په هرات كې له يوې مودې راهيسې د انسان تښتونې د پېښو زياتوالي د خلكو لپاره تر ټولو ستر سرخوږى جوړ كړى دى.


