ads

مدني فعالانو په كندهار كې د مهربانۍ لومړنۍ ديوال جوړ كړ

په كندهار كې يو شمېر مدني فعالانو بې وزلو ته د مرستې راټولولو په خاطر  د مهربانۍ دېوال جوړ كړ.دغه دېوال ته ځکه د مرستي نوم ورکول شوی، چې خلك کالي، څادرونه،  واسكټونه او ځيني نور پوښاکونه پر دېواله ځړوي تر څو بې وزله او اړ کسان چاته له سوال پرته راشي او له دې […]

نویسنده: TKG
7 وری 1395
مدني فعالانو په كندهار كې د مهربانۍ لومړنۍ ديوال جوړ كړ

په كندهار كې يو شمېر مدني فعالانو بې وزلو ته د مرستې راټولولو په خاطر  د مهربانۍ دېوال جوړ كړ.
دغه دېوال ته ځکه د مرستي نوم ورکول شوی، چې خلك کالي، څادرونه،  واسكټونه او ځيني نور پوښاکونه پر دېواله ځړوي تر څو بې وزله او اړ کسان چاته له سوال پرته راشي او له دې ځايه يې د خپلې استفادې لپاره كور ته يوسي.
په كندهار كې د شهيدانو پر چوك د مهربانۍ دا دېوال د ځوانانو رضاكار فډراسيون جوړ كړى، چې په اړه يې د فډراسيون مسوول آغا ولي باراني وايي په كندهار كې يو شمېر مدني فعالانو بې وزلو ته د مرستې راټولولو په خاطر  د مهربانۍ دېوال جوړ كړ.
دغه دېوال ته ځکه د مرستي نوم ورکول شوی، چې خلك کالي، څادرونه،  واسكټونه او ځيني نور پوښاکونه پر دېواله ځړوي تر څو بې وزله او اړ کسان چاته له سوال پرته راشي او له دې ځايه يې د خپلې استفادې لپاره كور ته يوسي.
په كندهار كې د شهيدانو پر چوك د مهربانۍ دا دېوال د ځوانانو رضاكار فډراسيون جوړ كړى، چې په اړه يې د فډراسيون مسوول آغا ولي باراني وايي، دا كار به سبب شي تر څو د غريبانو او شتمنو تر منځ واټن كم كړي: (( په كندهار كې داسې كورنۍ شته چې د يو جوړ كاليو او يا بچي ته د مكتب د بكسې رانيولو توان نه لري، زه له ټولو هېوادوالو غواړم چې خپل اضافه كالي، د ښوونځي بكسې او د پوښاك توكي راوړي او دلته يې په ديوال د يو نوم وركي محتاج په نوم راځوړند كړي.))
دا دېوال په داسې حال كې جوړېږي چې تر دې وړاندې په نورو ولايتونو كې هم د مهربانۍ ديوالونه له بې وزلوسره د مرستې په خاطر جوړ شوي دي.
دا په كندهار كې د مهربانۍ ديوال دى خو تر دې يوه مياشت وړاندې په هلمند كې هم د مهربانه ځوانانو لخوا د مهربانۍ ديوال جوړ شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA