ads

مارجه كې د طالبانو پر روزنيز مركز بريد، ۲۲ مړه، ۲ ټپيان

د هلمند امنيتي مسوولين وايي، په مارجه كې يې د طالبانو هغه مركز په نښه كړى چې د پنجابيانو لخوا به په كې ځايي وسله والو ته روزنه وركول كېده.د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ په دې اړه كليد ته وويل، د ژيړ مكتب په نوم دا مركز د مارجې د پنځم او […]

نویسنده: TKG
7 وری 1395
مارجه كې د طالبانو پر روزنيز مركز بريد، ۲۲ مړه، ۲ ټپيان

د هلمند امنيتي مسوولين وايي، په مارجه كې يې د طالبانو هغه مركز په نښه كړى چې د پنجابيانو لخوا به په كې ځايي وسله والو ته روزنه وركول كېده.
د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ په دې اړه كليد ته وويل، د ژيړ مكتب په نوم دا مركز د مارجې د پنځم او نهم بلاك تر منځ سيمه كې و چې د بهرنيو ځواكونو پرې له نښه كېدو وروسته بمباري كړې ده.

د سرجنګ په خبره بريد پرون جمعه شوې چې  د پنجابيانو په شمول تر شلو زيات وسله وال په كې وژل شوي دي: (( طالبان دلته راټول شوي وو پاكستان نه راغلو پنجابيانو لنډمهاله پوځي زده كړې وركول، په دې مركز باندې هوايي بريد كې ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.))
د سرجنګ په خبره دوى د هلمند په سنګين او خانشين كې هم عمليات پيل كړي چې په نږدې راتلونكي كې به ښې لاسته راوړنې ولري.
خو دا په داسې حال كې ده چې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA