كورنۍ اقتصادي ستونزې او له لوړو زده كړو سره مينې ځوانه هما دې ته اړ ايستلې چې له خپلو خپلوانو پيسې پور كړي او د محب زاده په سوداګريز مركز كې د ښځينه جامو پلورنځى په كرايه ونيسي.
هما په يوه خصوصي پوهنتون كې د اقتصاد د برخې د دوهم كال محصله ده او ترڅنګ يې په ياد پلورنځي كې هم په كار بوخته ده.
د هغې په وينا، د يوه كال په موده كې توانېدلې چې له اقتصادي لحاظه په ځان بسيا شي او خپل پور هم ادا كړي.

د هما كورنۍ د پلورونكې په توګه د هغې له كار سره رضايت نه درلود، خو ورو ورو هغې خپله كورنۍ په دې باوري كړه چې كار او زيار ښځه او نارينه نه، بلكې لوړ همت غواړي او ښځې هم كولاى شي د نارينه وو ترڅنګ د خپل توان برابر كار ترسره كړي.
هما وايي، د يو كال لپاره نږدې خپلوانو يې د هغې د زده كړې پيسې وركولې، خو له ځان سره يې فكر وكړ چې ترڅو به د نورو د مرستې په تمه وي، ښه به دا وي چې په خپل همت د مثبت كار له لارې پيسې پيدا كړي.
نوموړې اوس په دې اندېښنه كې ده چې د بازار وضعيت تر دې بد نه شي، ځكه په وينا يې، په دې وروستيو كې د جامو د خرڅلاو بازار ډېر كمرنګه دى.
هما ته چې پلار يې زوړ دى او ورور نه لري، د كورنۍ لګښت هم ورله غاړې دى.
هغه پخپله د خپل دوكان د اړتيا وړ شيان راوړي او په خبره يې، په بل چا يې ځكه نه راوړي چې دا د خپلو مشتريانو په ذوق ښه پوهېږي.
نوموړې په دې باور ده چې په هر يوه اقتصادي كار كې ګټه نغښتې ده، خو چې څوك همت وكړي.
هغه زياتوي: “موږ بايد د كار په لارو چارو وپوهېږو او دا خبره ومنو چې د ګټې ترڅنګ ځينې وختونه زيان هم وي او بې زحمته راحت ته رسېداى نشو.”
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ