د عراق د سكندريه ښار د فوټبال په يو لوبغالي كې د چاودنې له كبله ۲۹ كسان وژل شوي او له ۷۰ زيات نور ټپيان دي.
چارواكي وايي، پېښه پرون مازيګر هغه مهال رامنځته شوه چې په سټيډيوم كې د فوټبال سيالي روانه وه او يو ځانمرګي بريدګر د لوبې په وروستيو شيبو كې په ځان پورې تړلي چاودېدونكي توكي وچول.
تر اوسه كومې ډلې د دغې بريد پړه پر غاړه نه ده اخستې، خو په دغه هېواد كې په دې وروستيو كې ګڼ ځانمرګي بريدونه د داعش ډلې لخوا ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ