ads

شمالي كوريا، د جنوبي كوريا پر جمهوري رياست د بريد ګواښ كړى

شمالي كوريا د بالستيكي توغنديو تر ازموينو وروسته ګواښ كړى دى چې د جنوبي كوريا د جمهوري رياست پر ماڼۍ به بريد وكړي.د شمالي كوريا دولتي رسنيو ويلي، دې دې هېواد ديكتاتور مشر كيم جون اون دا ګواښ د پوځي ځواكونو د مانوريو د پيل په درشل كې كړى او ويلي يې دي د جنوبي […]

نویسنده: TKG
7 وری 1395
شمالي كوريا، د جنوبي كوريا پر جمهوري رياست د بريد ګواښ كړى

شمالي كوريا د بالستيكي توغنديو تر ازموينو وروسته ګواښ كړى دى چې د جنوبي كوريا د جمهوري رياست پر ماڼۍ به بريد وكړي.
د شمالي كوريا دولتي رسنيو ويلي، دې دې هېواد ديكتاتور مشر كيم جون اون دا ګواښ د پوځي ځواكونو د مانوريو د پيل په درشل كې كړى او ويلي يې دي د جنوبي كوريا د جمهور رئيسې پارك ګيون هاى د كاري دفتر تر څنګ يې ګڼې ادارې تر نښې لاندې دي.
كيم جون اون خپلو پوځي ځواكونو ته امر كړى چې هر وخت د نظامي پرمختګ لپاره تيارسۍ واوسي.

دا په داسې حال كې ده چې دمګړۍ په شمالي كوريا كې د دې هېواد په تاريخ كې تر ټولو پراخ جنګي تمرينات روان دي.
د شمالي كوريا او جنوبي كوريا تر منځ كړكېچنې اړيكې هغه وخت لا پسې خرابې شوې چې شمالي كوريا د جنورۍ په مياشت كې  د هايډروجني بم ازموينه وكړه او تر هغې وروسته يې لرې واټن ويشتونكي بالستيكي توغندي هم وازمويل.
د هايډروجني بمونو تر ازموينې وروسته ملګرو ملتونو هم پر شمالي كوريا نوي اقتصادي بنديزونه وضع كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA