ټاکل شوې پر پټان کوټ پوځي مرکز د ډله ييز بريد قضيې څېړنې په هدف سبا د پاکستان يوه ګډه تفتيشي ډله هند ته لاړه شي. پاکستاني رسنيو ويلي، چې دې ډلې ته د هند لخوا ويزې هم ورکړل شوې دي.
ټاکل شوې پر پټان کوټ پوځي مرکز د ډله ييز بريد قضيې څېړنې په هدف سبا د پاکستان يوه ګډه تفتيشي ډله هند ته لاړه شي.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې دې ډلې ته د هند لخوا ويزې هم ورکړل شوې دي.
د پاکستاني چارواکو په وينا، سبا به ياده ډله لومړى نوي ډيلي ته ورسېږي او د دوشنبې په ورځ به د پټان کوټ پوځي مرکز له يو شمېر سيمو ليدنه وکړي.
د تېرې جنوري مياشتې په دويمه نېټه د يو شمېر وسله والو لخوا پر پټان کوټ پوځي مرکز ډله ييز بريد وشو، چې په نتيجه کې يې د شپږو هندي سرتېرو په ګډون اووه کسان ووژل شول او شپږ تنه ځانمرګي بريد كوونكي هم له ۲۴ ساعته مقاومت وروسته له منځه لاړل.
تر پېښې وروسته هندي چارواكو تور پورې کړ، چې د دغه بريد پلان په پاکستان کې جوړ شوى و او د بريد پړه يې د پاکستان پر جيش محمد وسله والې ډلې واچوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


