د خپلو څو تنو ملګرو په ملتیا مې مو وغوښتل چې په ممبیي کې د جنوبې افریقا پر وړاندې د خپلو اتلانو د لوبې ننداره وکړو؛ نو په همدې خاطر مو یاد ښار ته د لوبې له ټاکلي وخت یوه شپه وړاندې ځانونه ورسول. د شپې دولس بجې په هوټلونو باندې وګرځېدو، خو یو هوټل هم دې ته حاضر نشو چې موږ ته شپه راکړي. هوټلیانو ویل، پولیسو ورته ویلي چې افغانانو ته شپه مه ورکوئ. په هرصورت شپه مو د ممبیي د بحر غاړې ته په ګرځېدو او کیناستو رڼه کړه او د سهار په پنځو بجو هغه مهال ډېر په تنګ شوو چې پولیس راغلل او د بحر له غاړې یې خلک وشړل.
د خپلو څو تنو ملګرو په ملتیا مې مو وغوښتل چې په ممبیي کې د جنوبې افریقا پر وړاندې د خپلو اتلانو د لوبې ننداره وکړو؛ نو په همدې خاطر مو یاد ښار ته د لوبې له ټاکلي وخت یوه شپه وړاندې ځانونه ورسول. د شپې دولس بجې په هوټلونو باندې وګرځېدو، خو یو هوټل هم دې ته حاضر نشو چې موږ ته شپه راکړي. هوټلیانو ویل، پولیسو ورته ویلي چې افغانانو ته شپه مه ورکوئ. په هرصورت شپه مو د ممبیي د بحر غاړې ته په ګرځېدو او کیناستو رڼه کړه او د سهار په پنځو بجو هغه مهال ډېر په تنګ شوو چې پولیس راغلل او د بحر له غاړې یې خلک وشړل.
د دغو ستونزو له کبله مو اراده وه چې بېرته له ممبیي ښاره ووځو، خو ملګرو ویل اوس راغلي یو او باید د خپلې لوبډلې ننداره وکړو، پرېکړه همداسې وشوه. د لوبې تر ټاکلي وخته په ښار کې هاخوا دیخو وګرځېدو ترڅو چې د لوبې وخت را ورسېد. د لوبې تر پیل نیم ساعت وړاندې شاوخوا دوه بجې د لوبې ډګر ته ننوتو، په ډګر کې د نورو زرګونه نندارچیانو په منځ کې ناستو وو، ترڅو ټاس واچول شو، د لوبې ټاس جنوبي افریقا وګاټه، ملګرو ویل کاشکې د لوبې ټاس موږ ګټلې وای، ځکه اوس به راباندې زیاتې منډې جوړې کړي.
په هرصورت لوبه پیل شوه، جنوبي افریقا خپله لوبه وکړه او تر۲۱۰ پورې یې زموږ ځوانې لوبډلې ته هدف پرېښود. کله چې زموږ د لوبډلې وار راورسېد؛ نو په ډګر کې هیچا هم فکر نه کاوه چې افغانستان دې د یادې لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړي. زموږ د ځوانې لوبډلې ستوری شهزاد محمدي ډېر ښه پیل وکړ او په درېیو اوورونو کې یې خپلې منډې له مقابل لوبډلې څخه زیاتې کړې او مقابله لوبډله یې تر فشار لاندې راوسته، خو بخت ورسره یاري ونه کړه او اوټ شو.
په څنګ کې یو هندی راسره ناست و، له هغه مې پوښتنه وکړه چې د کومې لوبډلې ملاتړ کوي، هغه وویل د چا ملاتړ نه کوي، یوازې له لوبې خوند اخلي؛ نو ما لږ ورغبرګه کړه چې موږ او تاسو سره تاریخي اړیکې لرو او د ګاندي او باچاخان د اړیکو یادونه مو هم وکړه؛ نو ویې ویل زه اوس ستاسو ملاتړی یم. له دې وروسته به چې زموږ د زمریانو لخوا که څوک سوځېده او یا یې د مقابل ټیم پر وړاندې ښه شاټ واهه؛ نو ماته به یې د لاس پنجه راکوله. دا یوازنۍ هندي وګړی نه وو، بلکې په زرګونو هندیانو زموږ د ټولو اتلانو نومونه زده کړي وو او د هر توپ په اچولو او د منډې په اخستلو سره به یې بدرګه کول. د بېلګې په توګه ویل به یې: شهزاد شهزاد، نبي، نبي، دولت دولت، رشید رشید او نور.
زما تاثر
که څه هم زموږ په هېواد کې هره ورځ په ټلویزیونونو او راډیوګانو کې د جنازو او ټپیانو اعلانونه خپریږي، خو یوه ورځ هم زموږ کوم سیاسي مشر او یا کوم امنیتي بنسټ یا کومې بلې ادارې د هېواد د نوم د لوړولو له پاره داسې ګام پورته نه کړ چې زموږ د هېوادوالو د یووالي او خوشالۍ سبب شي، بلکي د هېوادوالو په وینو باندې خپلې مزې او چړچې کوي، خو زموږ د سپورټ اتلانو د سپورټ په هر ډګر کې د خپل هېواد نوم لوړ کړی او خپلو هېوادوالو ته خوشالي وربرخه کوي. نو د ممبیي په ښار کې د لوبې د نندارې پرمهال څو څیزونه ماته زیات خوشالوونکي وو. لومړی د افغانستان لوی بیرغ د تنکیو ماشومانو په بدرګه د لوبې ډګر ته راوړل شو چې زموږ د هېوادوالو د خوښۍ سبب شو. دویم د بیرغ ترشا زموږ ځوانه لوبډله ودرېده او د ملي سرود غږول چې د لوبډلې په څېر د میدان ټول نندرچیان ورته لاس په سینه سلامي ولاړ وو. درېیم په میدان کې په لوی سکرین د افغانستان د بیرغ راتلل چې د جنوبي افریقا د سترې لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. څلورم چې په دغه لوی سکرین باندې زموږ د ځوانې لوبډلې د هر زمري د انځور راتللو سره ماته د هېواد د ابادۍ یو ډېر عالي احساس راکړل شو. پنځم په میدان کې د ځینو بهرنیو نندارچیانو لخوا په خپلو مخونو باندې د افغانستان بېرغ رسمول او زموږ د لوبډلې تشویقول. شپږم په سکرین به د ویاند لخوا زموږ د لوبډلې د ښه شاټ ښودل احساس راکاوه.
د دغو مواردو په لیدو زما په څېر د سلګونه افغان نندارچیانو په سترګو کې د خوشالۍ اوښکې رغړېدې او هر یو له ډېرې خوښۍ من من غوښې اخستې او د خپل هېواد د ابادۍ او جوړښت ارمان به یې کاوه. دا ځکه چې هلته په هېواد کې هره ورځ یو افغان بل افغان په یو او بل نوم سره وژني او رسنۍ مو د جنازو له اعلانونو ډکې دي، کاشکې د ژوند په هر ډګر کې د نړیوالو سیال وګرځو، پاسپورت مو ارزښت پیدا کړي، اسلام اباد او د ممبیي په هوټلونو کې د شپې په ښه راغلاست بدرګه شو.
د تل پاتې افغانستان په هیله، ژوندي دې وي زموږ اتلان
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


