ads

د لوړو زده كړو وزيره د ننګرهار پوهنتون نصاب ارزونې ته تللې

د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند وايي، د ننګرهار پوهنتون درسي نصاب له ستونزو سره مخ دی خو وزارت یې د حل په چاره لاس پورې كړى دى.د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند چې نن یې د ننګرهار پوهنتون د درسي نصاب ارزونې کنفرانس کې خبرې کولې، وويل چې ننګرهار پوهنتون ته د […]

نویسنده: TKG
7 وری 1395
د لوړو زده كړو وزيره د ننګرهار پوهنتون نصاب ارزونې ته تللې

د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند وايي، د ننګرهار پوهنتون درسي نصاب له ستونزو سره مخ دی خو وزارت یې د حل په چاره لاس پورې كړى دى.
د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند چې نن یې د ننګرهار پوهنتون د درسي نصاب ارزونې کنفرانس کې خبرې کولې، وويل چې ننګرهار پوهنتون ته د سفر اساسي موخه یې د شته ستونزو او په ځانګړي توګه د درسي نصاب ارزونه ده. د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند وايي، د ننګرهار پوهنتون درسي نصاب له ستونزو سره مخ دی خو وزارت یې د حل په چاره لاس پورې كړى دى.
د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند چې نن یې د ننګرهار پوهنتون د درسي نصاب ارزونې کنفرانس کې خبرې کولې، وويل چې ننګرهار پوهنتون ته د سفر اساسي موخه یې د شته ستونزو او په ځانګړي توګه د درسي نصاب ارزونه ده.
نوموړې وایي، له یادو ستونزو به یو شمیر د پوهنتون مسوولین حل كړي او پاتې به یې د وزارت تر غور وروسته حل شي: ((يو لومړيتوب مو د نصاب ارزونه ده، د نصاب جوړول، اپډيټ كول او معياري كول په سټنډرډ برابرول او د نن ورځې د افغان ټولنې د ضرورت په اساس باندې برابرول دي، دلته مو د نصاب د ارزونې سلاكار مو تر دې وړاندې دلته راستولى و، هغه په دې اړه معلومات راټول كړي او پرزنټيشن كې يې استادانو او محصلينو ته وړاندې كوو، اوس چې كومې ستونزې شته، هغه به اداره حل كړي، هم به موږ په ځينو ستونزو غور وكړو.))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهندوی ببرک میاخیل یادې ستونزې مني، خو وایي، چې د حل په موخه یې هڅې پیل کړي دي.
میاخیل زیاته کړه، د پوهنځیو ارزونه یي پیل کړې او زر ده چې شته ستونزو ته به د حل لاره ولټول شي: (( هغه ستونزې چې وې او موږ له منځه وړلاى شوې، هغه رفع شوي دي، موخه هم دا ده چې د پوهنتونونو ارزيابي كېږي تر دې وړاندې چې د نصاب ارزونې په برخه كې موږ كومه ارزيابي كړې موږ ښه راغلي يوو، موږ د پوهنځيو د ارزونې يا نيډ اسيسمنټ په برخه كې كار وكړ، چې يو شمېر ستونزې مو رابرسېره كړې او اوس يې په رفع كولو كار كوو.))
د لوړو زده کړو وزیره په داسې حال کې د ننګرهار پوهنتون د درسې نصاب د ارزونې خبره کوي، چې د شنونکو په باور لا هم له تیرو څو لسیزو راهيسې په دغه پوهنتون کې د زاړه معیار په اساس تدریس کیږي، چې محصلین یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA