ads

اروپايي هېوادونو ته سلګونه داعش وسله وال استول شوي

د امريکا استخباراتي ادارې داسې معلومات ترلاسه كړي، چې داعش وسله والې ډلې د خونړيو بريدونو په هدف څلور سوه کسان بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته استولي دي. د امريکا استخباراتي ادارې داسې معلومات ترلاسه كړي، چې داعش وسله والې ډلې د خونړيو بريدونو په هدف څلور سوه کسان بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته استولي دي. د […]

نویسنده: TKG
7 وری 1395
اروپايي هېوادونو ته سلګونه داعش وسله وال استول شوي

د امريکا استخباراتي ادارې داسې معلومات ترلاسه كړي، چې داعش وسله والې ډلې د خونړيو بريدونو په هدف څلور سوه کسان بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته استولي دي.

د امريکا استخباراتي ادارې داسې معلومات ترلاسه كړي، چې داعش وسله والې ډلې د خونړيو بريدونو په هدف څلور سوه کسان بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته استولي دي.

د امريکا يوې استخباراتي ادارې افشا کړې، چې ښايي داعش وسله وال د اروپا او عراق استخباراتي کار کوونکي او همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې يو فعاله فرانسوي پارلماني غړى هم په نښه کړي.

يو امريکايي استخباراتي غړي، چې رسنيو ته يې خپل نوم نه دى څرګند کړى ويلي، داعش وسله والې ډلې خپلو کسانو ته ويلي، چې په مناسب وخت كې او د دقيق ځاى تر کره کولو وروسته خپل پلان عملي کړي.

دغه خبردارى په داسې حال کې ورکول كېږي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ په بروکسل کې خونړيو بريدونو او چاودنو کې ۳۱ کسان ووژل شول او له درې سوو زيات ټپيان شول.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA