د ټاكنو خپلواك كمسيون رئيس احمد يوسف نورستاني له خپلې دندې استعفا وركړه.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د احمد يوسف نورستاني استعفا د جمهور رئيس له لوري هم منظور شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې احمد يوسف نورستاني د خپلې استعفا دليل د هېواد د سياسي او ټولنيز وضعيت او ملي ګټو درك او د عامه هوساينې يقيني كېدل بللى دى.

خبرپاڼه زياتوي چې جمهور رئيس له دې كبله چې نورستاني د افغانستان ملي ګټې درك كړې دي مننه وكړه او د هغه استعفا يې ومنله.
دا په داسې حال كې ده چې جمهور رئيس غني د تېر لمريز كال د كب په ۱۴ مه نېټه په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو تقنيني فرمان لاسليك كړ چې پر بنسټ يې د ټاكنيزو كمسيونونو د كمېشنرانو د ټاكلو لپاره ځانګړې كمېټه رامنځته شوه.
خو دغه كمېټې له شل ورځو تېرېدو راوروسته هم تر دې مهاله خپل كار نه دى پيل كړى.