د ننګرهار ځایي سیمه يیز چارواکي وایي، داسې معلومات يې ترلاسه كړي دي چې په دغه ولايت كې د داعش ډلې تبليغاتي راډیو بیا خپرونې پیل کړې دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد هم مني چې په دې اړه يو لړ اوازې ور رسېدلې دي چې ګواكې داعش راډیو بيا خپرونې پیل کړي، خو په وينا يې دى ډاډ ور کوي، که چیرې داسې کوم خبر دقیق شي دوی به د داعش دغه دوهمه راډیو هم د تیر په څیر له منځه یوسي. د ننګرهار ځایي سیمه يیز چارواکي وایي، داسې معلومات يې ترلاسه كړي دي چې په دغه ولايت كې د داعش ډلې تبليغاتي راډیو بیا خپرونې پیل کړې دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد هم مني چې په دې اړه يو لړ اوازې ور رسېدلې دي چې ګواكې داعش راډیو بيا خپرونې پیل کړي، خو په وينا يې دى ډاډ ور کوي، که چیرې داسې کوم خبر دقیق شي دوی به د داعش دغه دوهمه راډیو هم د تیر په څیر له منځه یوسي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد کلید ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو د تیراه غرونو په څوکو کې یو شمیر راډیویي دستګاوې فعالې کړې دي، چې د ننګرهار زیاتره سیمو کې يې خپرنيزې څپې چټكې او قوي دي: (( ما خپله په دې راډيو كوشش وكړ چې ويې نيسم، خو ونه شوه، مګر داسې راپورونه مو ترلاسه كړي چې دا راډيو بېرته فعاله شوې ده، دا د شينوارو او تيراه تر منځ د غرونو داسې څوكې دي چې ټول ننګرهار ترې لاندې پروت دى او څپې په اسانۍ سره ټولو سيمو ته لېږدولى شي، كه چېرته دا خبر دقيق شي، نو د داعش دغه راډيو به هم ژر له منځه يوسو.))
له دې وړاندې هم د داعش راډيو په ننګرهار کې پر نوي ايف ايم فریکونسۍ خپرونې لرلې، خو نژدې یوه میاشت مخکې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې دغه راډیو له منځه وړل شوې وه او د چارواکو په وینا د خپرونو چلوونکي یې هم وژل شوي وو.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په ولایت کې د داعش ډلې فعالیت د پخوا په شان ډېر نه دی او تېره اونۍ د ننګرهار چارواکو ویلي و، چې داعش ډلې کونړ ته مخه کړې ده.


