وسله والو تېره شپه په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ملکي مرستيال خان اغا وژلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک په دې اړه كليد ته وويل خان اغا او د هغه پر زوي د ډنډ ولسوالۍ صالوخان چمن سيمه کې د دو وسله والو لخوا حمله شوې. چې په ترڅ كې يې د قول اردو مرستيال او د هغه زوي ټپيان شول خو روغتون ته تر رسېدو وروسته خان اغا ساه ورکړه.
خپلواک زياتوي، دواړه بريدګر هم د امنيتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د يادې حملې مسؤليت په غاړه اخيستى دى. وسله والو تېره شپه په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ملکي مرستيال خان اغا وژلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک په دې اړه كليد ته وويل خان اغا او د هغه پر زوي د ډنډ ولسوالۍ صالوخان چمن سيمه کې د دو وسله والو لخوا حمله شوې. چې په ترڅ كې يې د قول اردو مرستيال او د هغه زوي ټپيان شول خو روغتون ته تر رسېدو وروسته خان اغا ساه ورکړه.
خپلواک زياتوي، دواړه بريدګر هم د امنيتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د يادې حملې مسؤليت په غاړه اخيستى دى.


