ads

افغان كركټ لوبډله د نړيوال جام وروستۍ لوبې ته ويسټ انډيز سره وځي

افغان كركټ ملي لوبډله د دوه زره شپاړسم كال د شل اوريز جام سياليو په لړ كې خپله وروستۍ لوبه  د يکشنبې په ورځ د ويسټ اينډيز له ملي لوبډلې سره د هند په ناګپور لوبغالي كې ترسره كوي. دغه سيالي  به سبا نه بل سبا د افغانستان په وخت د ماسپښين په درې بجو […]

نویسنده: TKG
6 وری 1395
افغان كركټ لوبډله د نړيوال جام وروستۍ لوبې ته ويسټ انډيز سره وځي

افغان كركټ ملي لوبډله د دوه زره شپاړسم كال د شل اوريز جام سياليو په لړ كې خپله وروستۍ لوبه  د يکشنبې په ورځ د ويسټ اينډيز له ملي لوبډلې سره د هند په ناګپور لوبغالي كې ترسره كوي.
دغه سيالي  به سبا نه بل سبا د افغانستان په وخت د ماسپښين په درې بجو د هندوستان د ناګپور په هغه لوبغالي كې وشي چې افغانستان تر دې وړاندې نړيوال جام ته د كواليفاي راونډ درې لوبې  په كې كړي او ګټلې دي. افغان كركټ ملي لوبډله د دوه زره شپاړسم كال د شل اوريز جام سياليو په لړ كې خپله وروستۍ لوبه  د يکشنبې په ورځ د ويسټ اينډيز له ملي لوبډلې سره د هند په ناګپور لوبغالي كې ترسره كوي.
دغه سيالي  به سبا نه بل سبا د افغانستان په وخت د ماسپښين په درې بجو د هندوستان د ناګپور په هغه لوبغالي كې وشي چې افغانستان تر دې وړاندې نړيوال جام ته د كواليفاي راونډ درې لوبې  په كې كړي او ګټلې دي.
اټكل كېږي دا لوبه به د ناګپور په لوبغالي كې افغان لوبډلې ته ځكه اسانه وي چې افغان لوبغاړي په كې بلد شوي او د ويسټ انډيز لوبډله يو څه نابلده ده.
افغان لوبډله د دغې لوبې لپاره له ممبۍ او كلكتې ناګپور ته ستنه شوې او هلته يې له ويسټ انډيزي لوبغاړو سره هم يوه مقدماتي  او دوستانه كتنه كړې ده.
د كركټ شل اوريز جام سياليو مقدماتي لوبې د مارچ له لسمې پيل شوي او رسمي هغه يې د مارچ په پنځلسم پيل شوې چې په ترڅ كې يې افغان لوبډلې خپلې لومړنۍ درې لوبې له سكاټ لينډ، زمبابوې او هالنډ نه ګټلي خو نورې درې لوبې يې سريلانکا، جنوبي افريقا او د انګلستان لوبډلو ته بايللې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA