په کابل کې د +۷g هيوادونو غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د جګړې ځپلو او له بحران سره مخ شلو هيوادونو استازو ګډون کړي چې په اقتصادي، سياسي او امنيتي مسايلو خبرې کوي.
د چارشنبې په ورځ د يادې دوه ورځنۍغونډې په پيل کې جمهوررييس اشرف غني وويل، دوي مرستې مني او راپور يې هم ورکوي خو بايد د دوي د خلکو اواز وارېدل شي، هغه ميرمنې چې اواز يې نه اورېدل کيږي، د هغه ماشوم چې له بېوزلۍ سره مخ دي، د هغه مور چې ظلم پرې کيږي او باالاخره د دغه ستونزو بيه ادا کوي. په کابل کې د +۷g هيوادونو غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د جګړې ځپلو او له بحران سره مخ شلو هيوادونو استازو ګډون کړي چې په اقتصادي، سياسي او امنيتي مسايلو خبرې کوي.
د چارشنبې په ورځ د يادې دوه ورځنۍغونډې په پيل کې جمهوررييس اشرف غني وويل، دوي مرستې مني او راپور يې هم ورکوي خو بايد د دوي د خلکو اواز وارېدل شي، هغه ميرمنې چې اواز يې نه اورېدل کيږي، د هغه ماشوم چې له بېوزلۍ سره مخ دي، د هغه مور چې ظلم پرې کيږي او باالاخره د دغه ستونزو بيه ادا کوي.
نوموړي وايي، دغه مرستې بايد داسې تنظيم شي چې د مرسته اخيستونکو هيوادونو مشران وکولي شي خپلې اجنډاوې عملي کړي.
جمهوررييس اشرف غني په همدې حال کې وايي، د وروستۍ يوې لسيزې په اوږدو کې چې د اصلاحاتو په بدل کې نړيوالو کومې ژمنې کړې هغه يې په بشپړه توګه نه دي عملي کړې، جمهوررييس زياتوي چې نړيوال مرسته کوونکي نه پريږدي چې مرسته اخيستونکي هيوادونه په خپلو ستراتيژيو خبرې وکړي او يا خپل اقتصاد داسې مديريت کړي چې د ځان بسيا کېدو په لور ولاړ شي.
د G7+ په نوم ډله په ٢٠١٠ ميلادي کال کې د د افغانستان په ګډون اوو هېوادونو له خوا جوړه شوه، چې اوسمهال يې د غړو شمېر ٢٠ هېوادونو ته لوړ شوى دى.


