د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په غني خیلو ولسوالۍ کې د اراکوزیا راډیو د دفتر یو شمیر وسایل سوځول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې د غني خیلو ولسوالۍ په ګولايي سیمه کې د یادې راډیو سیاره دستګاه او وسايل يې د وسله والو لخوا سوځول شوي او ساتونكى يې هم وهل شوى دى. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په غني خیلو ولسوالۍ کې د اراکوزیا راډیو د دفتر یو شمیر وسایل سوځول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې د غني خیلو ولسوالۍ په ګولايي سیمه کې د یادې راډیو سیاره دستګاه او وسايل يې د وسله والو لخوا سوځول شوي او ساتونكى يې هم وهل شوى دى.
په همدې حال کې بیا د اراکوزیا راډیو مسوول رضوان الله لرمل کلید ته تاييد كړه چې ددوی د راډیو یو شمیر وسایل د وسله والو له لوري سوځول شوي او ساتونکی یې هم وهل شوی دی.
لرمل وایي، تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه کسان غله وو، كه د دولت مخالفه وسله والو کومه ډله وه .
په ننګرهار کې د اراکوزیا راډیو دفتر او وسایل په داسې مهال کې سوځول کیږي، چې دلته د کلید په ګډون په یو شمیر نورو رسنیو هم ورته بریدونه شوي دي.


