په افغانستان کې د امريكايي او ناټو ځواكونو نوي عمومي قوماندان جنرال جان نيكولسن کندوز ولايت ته سفر وكړ او هلته يې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بريد كې له قرباني شوو کورنيو بښنه وغوښته.
نوموړي په کندوز کې قرباني شوو کورنيو ته په وينا کې وويل، چې په ياد بريد كې سهواً ملکي کسان په نښه شول.
د تېر ميلادي کال په اکټوبر مياشت کې امريکايي جنګي الوتکو د بې پولې ډاکټرانو پر هغه روغتون بريد وکړ، چې د وسله والو د پټېدلو شک ورباندې شوى و.
په دغه بريد کې د ډاکټرانو او ملکي کسانو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي وو. په افغانستان کې د امريكايي او ناټو ځواكونو نوي عمومي قوماندان جنرال جان نيكولسن کندوز ولايت ته سفر وكړ او هلته يې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بريد كې له قرباني شوو کورنيو بښنه وغوښته.
نوموړي په کندوز کې قرباني شوو کورنيو ته په وينا کې وويل، چې په ياد بريد كې سهواً ملکي کسان په نښه شول.
د تېر ميلادي کال په اکټوبر مياشت کې امريکايي جنګي الوتکو د بې پولې ډاکټرانو پر هغه روغتون بريد وکړ، چې د وسله والو د پټېدلو شک ورباندې شوى و.
په دغه بريد کې د ډاکټرانو او ملکي کسانو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي وو.
د رپوټونو له مخې، جنرال جان نيكولسن په داسې حال کې بښنه غوښتې، چې تر دې وړاندې امريکايي چارواکو په کندوز كې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د هوايي بريد ترسره کوونکي مجرم نه دي پېژندلي، بلکې هغوى ته يې د نظم ګډوډوونکو نوم ورکړى او سپکه سزا يې ورته ټاکلې ده.


