ads

د كابل- جلال اباد پر لويه لار ټكر، ۱ نجلۍ مړه، اته ټپيان

د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند د یوې ترافیکې پیښې له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چارواکي وایي، چې دغه پیښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د کابل جلال اباد په لویه لاره […]

نویسنده: TKG
4 وری 1395
د كابل- جلال اباد پر لويه لار ټكر، ۱ نجلۍ مړه، اته ټپيان

د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند د یوې ترافیکې پیښې له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
چارواکي وایي، چې دغه پیښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د کابل جلال اباد په لویه لاره کاکڅ سیمه کې د ټوډي او فيلډر  موټرونو د ټکر له امله یوه اته کلنه انجلۍ مړه شوې او اته تنه نور ټپیان دي. د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند د یوې ترافیکې پیښې له كبله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
چارواکي وایي، چې دغه پیښه نن سهار شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د کابل جلال اباد په لویه لاره کاکڅ سیمه کې د ټوډي او فيلډر  موټرونو د ټکر له امله یوه اته کلنه انجلۍ مړه شوې او اته تنه نور ټپیان دي.
ځواک وایي، په ټپیانو کې ۳ میرمنې او۵ نارینه شامل دي چې د کاکڅ په روغتیايي کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته یې یو شمېر د قرغیو مرکزي کلینیک او یو شمیر نور یې د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته انتقال شوي دي.
د والي ویاند وایي، دغه پیښه د فيلډر موټر چلوونکي  د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده .
د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره دا پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي، چې ډیر کله په دغه لاره د موټر چلوونکو د بې پروایې له امله ورته پیښو کې په لسګونه مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA