ads

د بروكسل د بريدونو مړه او ټپيان له ۲۰۰ واوښتل، ګرځبنديز اعلان

د بلجيم په مركز بروكسل ښار كې شاهي ماڼۍ، هوايي ډګر، ميټرو  تمځاى او د اروپايي اتحاديې د دفتر مخې ته پرله پسې اووه چاودنو د مړو شمېر ۳۵ او ټپيان ۲۰۰ نه واوښتل.دا مهال د بروكسل كنټرول پوځ په لاس كې اخستى او په ټول ښار كې ګرځبنديز اعلان شوى دى.له دغو چاودنو وروسته […]

نویسنده: TKG
4 وری 1395
د بروكسل د بريدونو مړه او ټپيان له ۲۰۰ واوښتل، ګرځبنديز اعلان

د بلجيم په مركز بروكسل ښار كې شاهي ماڼۍ، هوايي ډګر، ميټرو  تمځاى او د اروپايي اتحاديې د دفتر مخې ته پرله پسې اووه چاودنو د مړو شمېر ۳۵ او ټپيان ۲۰۰ نه واوښتل.
دا مهال د بروكسل كنټرول پوځ په لاس كې اخستى او په ټول ښار كې ګرځبنديز اعلان شوى دى.
له دغو چاودنو وروسته د بلجيم حكومت د خپل تاريخ لومړنۍ د ملي امنيت شورا بيړنۍ غونډه هم كړې ده. د بلجيم په مركز بروكسل ښار كې شاهي ماڼۍ، هوايي ډګر، ميټرو  تمځاى او د اروپايي اتحاديې د دفتر مخې ته پرله پسې اووه چاودنو د مړو شمېر ۳۵ او ټپيان ۲۰۰ نه واوښتل.
دا مهال د بروكسل كنټرول پوځ په لاس كې اخستى او په ټول ښار كې ګرځبنديز اعلان شوى دى.
له دغو چاودنو وروسته د بلجيم حكومت د خپل تاريخ لومړنۍ د ملي امنيت شورا بيړنۍ غونډه هم كړې ده.
پوځ دا مهال له فرانسې سره د بلجيم پوله تړلې ده، د اروپايي اتحاديې دفترونه خالي كړاى شوي، زيونټم هوايي ډګر ته نږدې كورونو نه هم خلك ايستل شوي او ټليفوني نظام هم ځنډول شوى دى.
په بروكسل كې د چاودنو لړۍ پرون د زيونټيم هوايي ډګر له ډيپارچر هال څخه په دوه چاودنو پيل شوه چې لږ تر لږه ۱۷ كسان يې ووژل او ۸۱ نور ټپيان شول، نيم ساعت وروسته د اروپايي اتحاديې دفترونو ته نږدې د ميټرو تمځاى كې پرله پسې دوه چاودنې وشوې چې د ځايي رسنيو په وينا ۱۵ كسان په كې مړه او ۵۵ نور ټپيان شول، په دې پسې جوخت د بلجيم شاهي ماڼۍ ته نږدې دوه چاودنې بيا وشوې.
له پېښو وروسته امنيتي ځواكونو په زيونټيم هوايي ډګر كې درې ځانمرګي واسكټونه هم موندلي او دا يې هم ويلي چې د زيونټيم هوايي ډګر لومړۍ چاودنه يو ځانمرګى بريد و چې د ملكي امريكايانو په قطار وشو.
د بلجيم حكومت لا په رسمي ډول د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو بلجيمي صدراعظم دا بريدونه يو ډارن كار بللى او ويلي يې دي نن ورځ د بلجيم د تاريخ تر ټولو غموونكې ورځ ده چې بلژيك ملت يې پر وړاندې يووالى ښكاره كړي.
د بريټانيا صدراعظم هم د بلجيم بريدونه ټكان وركوونكي بللي او ويلي يې دي چې هېواد يې  په هر سخت ساعت كې د بلجيم له خلكو سره مرستې ته چمتو دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA