ads

د بروكسل بريدونو په تړاو، ټرومپ بيا پر مسلمانانو خوله خلاصه كړې

د امريكا د ۲۰۱۶ کال جمهوري رياست ټاكنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کانديد د بلجيم تر تازه بريدونو وروسته يو ځل بيا د مسلمانانو په ضد تازه څرګندونې کړې دي.ډونالډ ټرمپ خپلو پلويانو ته پرون په وينا کې ويلي، چې نوموړى امريکا ته د مسلمانانو د ورتګ په اړه يو لړ ملاحظات لري.په […]

نویسنده: TKG
4 وری 1395
د بروكسل بريدونو په تړاو، ټرومپ بيا پر مسلمانانو خوله خلاصه كړې

د امريكا د ۲۰۱۶ کال جمهوري رياست ټاكنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کانديد د بلجيم تر تازه بريدونو وروسته يو ځل بيا د مسلمانانو په ضد تازه څرګندونې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ خپلو پلويانو ته پرون په وينا کې ويلي، چې نوموړى امريکا ته د مسلمانانو د ورتګ په اړه يو لړ ملاحظات لري.
په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند بل کانديد ټيډ کروز هم د مسلمان ضدو څرګندونو په لړ کې ويلي، چې د امريکا په مسلمان مېشته سيمو کې دې پلټنې وشي او امنيتي تدابير دې سخت کړاى شي. د امريكا د ۲۰۱۶ کال جمهوري رياست ټاكنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کانديد د بلجيم تر تازه بريدونو وروسته يو ځل بيا د مسلمانانو په ضد تازه څرګندونې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ خپلو پلويانو ته پرون په وينا کې ويلي، چې نوموړى امريکا ته د مسلمانانو د ورتګ په اړه يو لړ ملاحظات لري.
په همدې حال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند بل کانديد ټيډ کروز هم د مسلمان ضدو څرګندونو په لړ کې ويلي، چې د امريکا په مسلمان مېشته سيمو کې دې پلټنې وشي او امنيتي تدابير دې سخت کړاى شي.
بل لور ته د امريکا ډيموکراټ ګوند مخکښې كانديدې هيلري کلنټن د ټرمپ او کروز خبرې غندلې دي.
د جمهوري غوښتونکي ګوند يادو دواړو كانديدانو له خپل حکومته غوښتي، چې په امريکا کې پر جوماتونو دې څارنه زياته کړي.
د دوى په ځواب کې هيلري کلنټن د خپلو تازه څرګندونو په لړ کې ويلي، چې د نورو امريکايانو په څېر دغه خاوره د مسلمانانو هم کېدلى شي او په خبره يې، مذهبي تاوتريخوالي ته بايد لمن ونه وهل شي.
بايد ياده شي، چې تر دې وړاندې هم د ډونالډ ټرمپ اسلام ضدو څرګندونو غبرګونونه راپارولي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA