ads

خوست: د علمي سيمينار ګډونوال، جهالت د افراطيت لامل دى

په خوست كې نن چهار شنبه په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان كې د افراطيت له كبله د راټوكېدلو ستونزو په اړه دوه ورځنى علمي سيمينار پيل شو.په دې سيمينار كې شاوخوا ۲۰۰ مذهبي علما، قومي مشران، مدني فعالان، ښځې او ځوانان برخه لري .د دې سيمينار ګډونوال وايي، په افغانستان کې روان […]

نویسنده: TKG
4 وری 1395
خوست: د علمي سيمينار ګډونوال، جهالت د افراطيت لامل دى

په خوست كې نن چهار شنبه په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان كې د افراطيت له كبله د راټوكېدلو ستونزو په اړه دوه ورځنى علمي سيمينار پيل شو.
په دې سيمينار كې شاوخوا ۲۰۰ مذهبي علما، قومي مشران، مدني فعالان، ښځې او ځوانان برخه لري .
د دې سيمينار ګډونوال وايي، په افغانستان کې روان ناوړه وضعیت د افراطیت لامل بولي او د دغه ناوړه پدیدې د له منځه وړلو په خاطر د اسلامي او عصري زده کړو دودول اړین ګڼي. په خوست كې نن چهار شنبه په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان كې د افراطيت له كبله د راټوكېدلو ستونزو په اړه دوه ورځنى علمي سيمينار پيل شو.
په دې سيمينار كې شاوخوا ۲۰۰ مذهبي علما، قومي مشران، مدني فعالان، ښځې او ځوانان برخه لري .
د دې سيمينار ګډونوال وايي، په افغانستان کې روان ناوړه وضعیت د افراطیت لامل بولي او د دغه ناوړه پدیدې د له منځه وړلو په خاطر د اسلامي او عصري زده کړو دودول اړین ګڼي.
په سيمينار كې مولوي محمد كريم د افراط او تفريط په اړه وغږېده: (( اسلامي هدايات او  ارشاداتو نه زياتوالى افراط او كموالى يې تفريط دى.)
په دغه علمي کنفرانس کې د مصر جید دیني عالم دوکتور محمد احمد الفتحي هم برخه اخستې او سيمينار ته يې د لومړۍ ورځې په وينا كې وويل، په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې د شته بې علمۍ په نتیجه کې زیاتې ستونزې راټوکیدلي، خو په مقابل كې يې ټولو ته په كار ده چې خلك هره ستونزه او مسئله باندې د اسلام له نظره ځان پوه كړي: (( اصل علت يې جهالت او ناپوهي ده، كله چې د نبي ص كريم زمانه وه، يا ورپسې، ورپسې او ورپسې هلته د علم روښنايي مكمله وه، نو دا تشدد او  افراطيت نه و او ان هېڅ نه ليدل كېده. خو له هغې وروسته چې د نبي كريم ص له زمانې سره واټن راځي جهالت اضافه شوى، كله چې جهالت وده كوي، نو د تشدد او افراطيت لپاره زمينه خپله برابرېږي.))
سيمينار ته په وينا كې د خوست والي بیا په نړۍ کې روان افراطیت ته اشاره وکړه او د ځینو هیوادونو یا اشخاصو هغه خبرې یې رد کړې، چې ګواګې افراطیت په اسلام پورې  تړي.
دی وایې، هغه اسلامي ډلې چې افراط کوي د همدې نړیوالو هیوادونو لخوا د خپلو ګټو په خاطر تمویلیږي.
بايد وويل شي چې د افراطیت د پیژندلو دوه ورځنى پروګرام د فورم په نوم ادارې جوړ کړی دی، چې موخه یې په هیواد کې د مختلفو ستونزو هواری دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA