د بلجيم پايتخت بروکسل کې د سې شنبې ورځې له خونړيو بريدونو وروسته امنيتي تدابير زيات شوي او د دې هېواد په ځينو برخو کې د لټون عمليات پيل شوي دي.
پرون د بروکسل په عمومي هوايي ډګر او د ميټرو په يو تم ځای کې پرلپسې اووه چاودنې وشوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او له ۱۸۰ زيات ټپيان شول.
د دغو بريدونو مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست د بلجيم پايتخت بروکسل کې د سې شنبې ورځې له خونړيو بريدونو وروسته امنيتي تدابير زيات شوي او د دې هېواد په ځينو برخو کې د لټون عمليات پيل شوي دي.
پرون د بروکسل په عمومي هوايي ډګر او د ميټرو په يو تم ځای کې پرلپسې اووه چاودنې وشوې، چې له كبله يې لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او له ۱۸۰ زيات ټپيان شول.
د دغو بريدونو مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست، جمهور رئيس محمد اشرف غني، د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما، د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين، د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند، د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا ميركل، د سويډن لومړي وزير او د نړۍ يو شمېر نورو مشرانو دغه بريدونه غندلي دي.
بارك اوباما وايي، چې د امريکا متحده ايالات به د بروکسل د بريدونو عاملينو ته په سزا ورکولو کې له هېڅ ډول هڅو دريغ ونه کړي.
دغه چاودنې څو ورځې وروسته له هغې كېږي، چې په بروکسل کې د پاريس د نومبر د خونړيو بريدونو اصلي تورن صلاح عبدالسلام ونيول شو.


