ads

اچين كې بې پيلوټه بريد، پر اس سپور قومندان او ۴ داعشيان مړه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، بيګا مازيګر په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.د اچین ولسوال غالب مجاهد نن کلید ته وویل، د دغې ولسوالۍ په باندر سیمه کې د بې پيلوټه هوایي برید له امله د داعش پنځه تنه چې یو قومندان یې […]

نویسنده: TKG
4 وری 1395
اچين كې بې پيلوټه بريد، پر اس سپور قومندان او ۴ داعشيان مړه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، بيګا مازيګر په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد نن کلید ته وویل، د دغې ولسوالۍ په باندر سیمه کې د بې پيلوټه هوایي برید له امله د داعش پنځه تنه چې یو قومندان یې په اس سپور و او څلور پلي روان وو، ټول وژل شوي دي.
ولسوال وایي، په دغه برید کې نور چاته کوم زیان نه دی اوښتی. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، بيګا مازيګر په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد نن کلید ته وویل، د دغې ولسوالۍ په باندر سیمه کې د بې پيلوټه هوایي برید له امله د داعش پنځه تنه چې یو قومندان یې په اس سپور و او څلور پلي روان وو، ټول وژل شوي دي.
ولسوال وایي، په دغه برید کې نور چاته کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا تر اوسه داعش وسله والو د خپلو دغو ملګرو د وژل کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د داعش ډلې دا پنځه تنه په داسې حال کې وژل کیږي، چې پرون هم د دغې ولسوالۍ په مامندره  کې د دغې ډلې اته غړي د افغان ځواكونو په بمبارۍ كې وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA