ads

امريكا تر راتلونكي دوبي، كابل ته نور ۵ سوه سرتېري را استوي

امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې په راتلونكي دوبي كې به په افغانستان کې ۵۰۰ نور اضافي سرتېري ځاى پر ځاى کړي. د پاکستان “جنګ” ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه سرتېري په بګرام هوايي ډګر کې ځاى پر ځاى کېږي او د عملياتو اجازه به هم ولري.په رپوټ کې ويل شوي، چې […]

نویسنده: TKG
4 وری 1395
امريكا تر راتلونكي دوبي،  كابل ته نور ۵ سوه سرتېري را استوي

امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې په راتلونكي دوبي كې به په افغانستان کې ۵۰۰ نور اضافي سرتېري ځاى پر ځاى کړي.
د پاکستان “جنګ” ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه سرتېري په بګرام هوايي ډګر کې ځاى پر ځاى کېږي او د عملياتو اجازه به هم ولري.
په رپوټ کې ويل شوي، چې دغه تازه دمي پوځيان به د ټيکساس يوې پوځي اډې څخه واستول شي. امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې په راتلونكي دوبي كې به په افغانستان کې ۵۰۰ نور اضافي سرتېري ځاى پر ځاى کړي.
د پاکستان “جنګ” ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه سرتېري په بګرام هوايي ډګر کې ځاى پر ځاى کېږي او د عملياتو اجازه به هم ولري.
په رپوټ کې ويل شوي، چې دغه تازه دمي پوځيان به د ټيکساس يوې پوځي اډې څخه واستول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امريکايي سرتېري ځاى پر ځاى دي، چې ډېرى يې په بګرام او كندهار هوايي ډګرونو کې مېشت دي.
دوى که څه هم د وسله والو په ضد مخامخ جګړه كې ونډه نه اخلي، خو د ځانګړو عملياتو په مهال د افغان امنيتي ځواکونو مرستې ته وردانګي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA