ads

کلید؛ د ولس په ژبه له پرونه تر ننه

د ۱۳۸۱لمریز کال د پسرلي لومړۍ شپه وه، موږ له ډېرو ورځو شپو ستړي وو. د اوونيزې د نوم تر غوره کولو او پر پښتۍ تر فکر وروسته، د موادو راټولول او پر هر مطلب د دقیق نوم اېښودل، زموږ وروستی کار او د ډيزاین شعبې د کار پیل و. نیمه شپه وه چې کلید […]

نویسنده: TKG
3 وری 1395
کلید؛ د ولس په ژبه له پرونه تر ننه

د ۱۳۸۱لمریز کال د پسرلي لومړۍ شپه وه، موږ له ډېرو ورځو شپو ستړي وو. د اوونيزې د نوم تر غوره کولو او پر پښتۍ تر فکر وروسته، د موادو راټولول او پر هر مطلب د دقیق نوم اېښودل، زموږ وروستی کار او د ډيزاین شعبې د کار پیل و.
نیمه شپه وه چې کلید اوونيزه ډیزاین شوه، له ډېرو ستړیاوو سره سره بیا هم چا ته له خوشحالۍ نه خوب نه ورته. سهار له لمر څرک سره اوونيزه له مطبعې راوړل شوه، هر چا هڅه کوله چې د خپلې خوارۍ نتيجه وګوري. د هر چا په لاس یوه یوه ګڼه کلید اوونيزه ښکته پورته کېدله. د ۱۳۸۱لمریز کال د پسرلي لومړۍ شپه وه، موږ له ډېرو ورځو شپو ستړي وو. د اوونيزې د نوم تر غوره کولو او پر پښتۍ تر فکر وروسته، د موادو راټولول او پر هر مطلب د دقیق نوم اېښودل، زموږ وروستی کار او د ډيزاین شعبې د کار پیل و.
نیمه شپه وه چې کلید اوونيزه ډیزاین شوه، له ډېرو ستړیاوو سره سره بیا هم چا ته له خوشحالۍ نه خوب نه ورته. سهار له لمر څرک سره اوونيزه له مطبعې راوړل شوه، هر چا هڅه کوله چې د خپلې خوارۍ نتيجه وګوري. د هر چا په لاس یوه یوه ګڼه کلید اوونيزه ښکته پورته کېدله.
د اوونیزې له پاره د توزیع سیستم ان د پروګرام له پیله جوړ و، په کابل کې ډېر ژر خلکو کلید اوونیزه لاس په لاس کړه او د دفتر مشرانو غوښتل چې بیا يې چاپ کړي، خو دا چې موږ د دویمې ګڼې په کار پیل کړی و، د لومړۍ ګڼې له بیا چاپولو تېر شوو.
کلید د خلکو په غږ بدله شوه او د خلکو په زړونو کې يې ځانته ځای پیدا کړ. د دې یو علت د اوونيزې پوره ملي توب و. 
کلید په داسې ورځو شپو کې په خپرونو پيل وکړ چې په هېواد کې تر اوږدو جګړو وروسته يو څه کراري راغلې وه او نړیوالو د افغانستان د بیارغونې په پار مرستې کولې. کلید دا پروسه په ډېره جدي بڼه تر پوښښ لاندې نيولې وه. د کلید یو امتیاز دا هم و چې د اقتصادي بیارغونې او نورو عمراني چارو ترڅنګ یې د فکري بیارغونې هڅه کوله. دې اوونيزې په ډېر قوت خلک بیا ښه ژوند کولو او بیارغونې ته وهڅول. یو زیات شمېر خلک خو لا په دې نظر و چې کلید اوونيزه د افغانستان د بیارغونې له پاره د پوهاوي یو پراخ او اوچت کمپاين دی.
کلید د بیارغونې د فکر د خورولو ترڅنګ د خلکو ستونزې هم رااخستې او د خلکو د ادبي ذوق او تندې د ماتولو په خاطر يې په خپلو پاڼو کې فرهنګي او ذوقي پاڼې هم درلودې. خو په لنډه موده کې یې یوه درنه برخه د ښځو له پاره بېله وه.
له موږ سره له پيله خویندې هم په اوونيزه کې وې، خو په سر کې یې شمېر ډېر کم وو. همدې کم شمېر مېرمنو د ښځو د حقونو د خوندي کولو له پاره ډېر څه وکړل چې د کلید اوونيزې د ښځو برخه يې ښه شاهدي ورکولای شي.
کلید د دې ټولو هڅو ترڅنګ یوه بله د یاد او قدر هڅه هم کړې چې هغه د وطن په کچه د سواد خورېدل وو. په ۱۳۸۳ لمریز کال له زابل نه یوه ملګري راته وویل چې کلید ورته کمه رسیږي، خو کابو تر لرې لرې سیمو لاس په لاس کېږي. هغه ویل: ((زه هره یک شنبه یا دوشنبې د ولایت مرکز ته راځم او د کلید اوونیزې څو ګڼې اخلم.)) د هغه په خبره پلار او د کورنۍ هغه غړي چې بې سواده وو، له ده غوښتل چې اوونیزه سر تر پايه ورته ولولي، خو داسې وخت هم راغی چې د اوونیزې د لوستلو په خاطر په همدې کورنۍ کې د سواد زده کړه پیل شوه.
کلید تر ډېرې مودې په عادي او نرمه ژبه خپلې خبرې کولې، خو همدا چې جګړو زور واخست او عامو افغانانو ته په کې په زیاته کچه تاوان اوښت خپله ژبه تونده کړه او سیاسي مسایل یې هم وپوښل. په دې برخه کې کلید یو تحقیقي ټیم رامنځته کړ او په ډېرو اساسي مواردو به یې تمرکز کاوه او څېړنیز راپورونه به یې خپرول.
یو وخت داسې هم راغی چې کلید د خپل ګام په ګام ملي هڅو په رڼا کې د افغاني مالکیت غږ پورته کړ او ورسره د بشري حقونو د خوندیتوب تر څنګ د انتقالي عدالت د تطبیق غوښتنه وکړه. په دې برخه کې کلید د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ترسره شویو جنګي جنایتونو پرده پورته کړه چې له یو شمېر خواوو  وخت ناوخته وګواښل هم شو. خو دا چې هدف پوخ او ملي و، د چا په ګواښونو پسې ونه ګرځېده.
کارتون د کلید یو بیل امتیاز دی چې ترننه يې ساتلی دی. د کلید کارتونونه د اوونیزې د محتوا غښتلې کوونکې برخه ده. کلید خپل کارتونونه تر ډېر فکر وروسته طرحه کول او چاپول. هغومره فکر چې د ادارې د رهبرۍ له لوري پر متن کېده، هغومره وخت د کارتون په طرحه کولو هم تېرېده.   
په رسنيزه ټولنه کې د کلید تر ټولو غټ امتیاز له چاپه نه پاتې کېدل دي. موږ ولیدل چې ګڼې افغاني رسنۍ تر چاپ یو یا دوه کاله  ورسوته بېرته له چاپ پاتې دي، خو کلید اوونيزه چې خپل ولس او وطن ته ژمنه وه، د ډېرو سختو مالي ستونزو با وجود هم داسې ورځ رانغله چې حتی د اوونيزې د نه چاپولو وېره دې چا ته پیدا شي.
او دا دی کلید له پرونه تر ننه له خپل ولس سره له ملي زاويې د ولس په ژبه غږیږي او خپل پنځلسم خپرنیز کال پیلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA