ads

چين په ۲۰۲۰ كې مريخ ته څېړونكې ډله استوي

چين اعلان كړى چې په ۲۰۲۰ كال كې به خپله څېړونكې ډله مريخ ته د نويو موندنو لپاره واستوي.د چين د فضايي ساينس اكاډمۍ پوهان وايي، دا څېړونكې ډله چې په ۲۰۲۰ كال كې استول كېږي، تر ۲۰۱۲ پورې به مريخ ته له رسېدو سره سم خپلې څېړنې پيل كړي. چين اعلان كړى چې په […]

نویسنده: TKG
3 وری 1395
چين په ۲۰۲۰ كې مريخ ته څېړونكې ډله استوي

چين اعلان كړى چې په ۲۰۲۰ كال كې به خپله څېړونكې ډله مريخ ته د نويو موندنو لپاره واستوي.
د چين د فضايي ساينس اكاډمۍ پوهان وايي، دا څېړونكې ډله چې په ۲۰۲۰ كال كې استول كېږي، تر ۲۰۱۲ پورې به مريخ ته له رسېدو سره سم خپلې څېړنې پيل كړي. چين اعلان كړى چې په ۲۰۲۰ كال كې به خپله څېړونكې ډله مريخ ته د نويو موندنو لپاره واستوي.
د چين د فضايي ساينس اكاډمۍ پوهان وايي، دا څېړونكې ډله چې په ۲۰۲۰ كال كې استول كېږي، تر ۲۰۱۲ پورې به مريخ ته له رسېدو سره سم خپلې څېړنې پيل كړي.
دغه اداره وايي، مريخ ته له تحقيقاتي ټيم سره يو فضايي موټر او يو روور (ساينسي وسيله) هم استوي چې موټر به هلته د مريخ د سروې دنده پر غاړه ولري.
د چين د فضايي ساينس اكاډمۍ زياته كړې، د خپلو تازه تحقيقاتو د پيلولو لپاره ورسره پنځه كاله په لاس كې دي او چين په دې موده كې د خپلو څېړنو په بريا باوري دى.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د مريخ په اړه يوازې د امريكا فضايي ادارې يا ناسا د څېړنو پيل كړى و او هلته يې د ژوند د اثارو د موندنې راپور وركړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA