ads

ټرمپ: كه جمهور رئيس شم ايران سره اټومي معامله له منځه وړم

د امريكا د جمهوري رياست ټاکنو ته د جمهوریت غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي، که په ټاکنو کې بریالی شي له ایران سره به د اټومي هوکړې معامله فسخه کړي.ډونالډ ټرمپ پرون د اسرایلیانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، له ایران سره د اټومي هوکړې مسئله امریکا ته په مالي […]

نویسنده: TKG
3 وری 1395
ټرمپ: كه جمهور رئيس شم ايران سره اټومي معامله له منځه وړم

د امريكا د جمهوري رياست ټاکنو ته د جمهوریت غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي، که په ټاکنو کې بریالی شي له ایران سره به د اټومي هوکړې معامله فسخه کړي.
ډونالډ ټرمپ پرون د اسرایلیانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، له ایران سره د اټومي هوکړې مسئله امریکا ته په مالي لحاظ ډېره ګرانه پرېوځي.
نوموړي په ورته وخت کې وویل، ایران په منځني ختیځ کې د امریکا له دوستو هیوادونو چې په ظاهره يې اشاره اسراييلو ته وه، پر وړاندې ګواښ دى.

ټرمپ په ورته وخت کې له کیوبا سره د سفارتي اړیکو د ټینګولو یادونه هم وکړه او څرګنده یی کړه، چې له دغه کمونیست ګاونډي حکومت سره به تودې اړیکې ساتي.
د ۲۰۱۶ کال په دسمبر میاشت کې د امریکا په جمهوري رياست ټاکنو کې د ټرمپ دیموکراټه سیاله هیلري کلنټن ده، چې په خپلو ګوندي ټاکنو کې مخکښه بلل کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA