ads

ننګرهار كې د افغان هوايي ځواك بريد، ۸ داعشيان مړه

د ننګرهار امنیتي چاروکي وایي، تېره ورځ په کوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله اته داعش وسله وال وژل شوي دي.په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته  په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کوټ ولسوالۍ د  خوړګي په سیمه کې د افغان […]

نویسنده: TKG
3 وری 1395
ننګرهار كې د افغان هوايي ځواك بريد، ۸ داعشيان مړه

د ننګرهار امنیتي چاروکي وایي، تېره ورځ په کوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله اته داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته  په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کوټ ولسوالۍ د  خوړګي په سیمه کې د افغان ځواکونو د هوایي برید له امله دداعش ډلې ۸ وسله وال وژل شوي او د وسله والو یو سراچه ډوله موټر هم له منځه تللی دی.
سرچینه وایي، په دغه هوایي، برید کې د سیمې خلکو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله وال په داسې حال کې وژل کیږي، چې د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په نوې لمریز کال کې یې د دغې ډلې د ځپلو لپاره بیلا بیل پروګرامونه په نظر کې نیولي دي.
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA