ads

كه چاپيريال ساتنه ونه شي، افغانستان د اوبو بحران سره مخ كېږي

د اوبو او برېښنا وزیر ګواښ کوي که چاپېریال ساتنې ته په جدي توګه پاملرنه ونه شي، نو د لا ککړتیا په صورت کې به يې د صحي اوبو د كمښت ستونزه ورځ تر بلې زياته شي.علي احمد عثماني چې د سې شنبې په ورځ د اوبو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته […]

نویسنده: TKG
3 وری 1395
كه چاپيريال ساتنه ونه شي، افغانستان د اوبو بحران سره مخ كېږي

د اوبو او برېښنا وزیر ګواښ کوي که چاپېریال ساتنې ته په جدي توګه پاملرنه ونه شي، نو د لا ککړتیا په صورت کې به يې د صحي اوبو د كمښت ستونزه ورځ تر بلې زياته شي.
علي احمد عثماني چې د سې شنبې په ورځ د اوبو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې زیاته کړه، دا مهال د هېواد د وګړو نفوس د تېر په پرتله زیات خو د اوبو منابع کمې او د پخوا په شان دي. د اوبو او برېښنا وزیر ګواښ کوي که چاپېریال ساتنې ته په جدي توګه پاملرنه ونه شي، نو د لا ککړتیا په صورت کې به يې د صحي اوبو د كمښت ستونزه ورځ تر بلې زياته شي.
علي احمد عثماني چې د سې شنبې په ورځ د اوبو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې زیاته کړه، دا مهال د هېواد د وګړو نفوس د تېر په پرتله زیات خو د اوبو منابع کمې او د پخوا په شان دي.
عثماني همداراز وویل، افغانستان د اوبو د کمښت له کبله د یو شمېر نورو ګواښونو سره هم مخ دی چې هغه یې په دې ډول یادونه وکړه: (( بارانونه كم شوي، زموږ  د اورښت كچه ۳۰۰ ملي متره ده، كله چې باران كم وي، نو موږ به د طبعي اوبو سرشارې سرچينې ونه لرو، زموږ د اورښت توزيع هم د زمان او مكان په نسبت فرق كوي، موږ ځينو ځايونو كې ډېرې ځمكې لرو خو هلته باران نشته، ځينو سيمو كې موږ ښه اوبه لرو هلته د كښت ځمكې نشته، همدا راز چې كله اړتيا وي باران نه كېږي او چې اړتيا نه وي باران كېږي. بله ستونزه دا ده چې د  اوبو بحران او د جمعيت تناسب په برخه كې ده. جمعيت زياتېږي اوبه همغه پخوانۍ سرچينې دي.))
په ورته مهال د کرنې او اوبولګونې وزیر اسدالله ضمیر هم وویل چې په اوس وخت کې د افغانستان 6/9 ملیون هکټاره ځمکه د کرنې وړتیا لري، 5/5 ملیون هکټاره یې د اوبو کولو ظرفیت لري، خو د ښاغلي ضمیر په خبره یوازې 1/2 ملیون هکټاره ځمکه یې په اوبو خړوبه کېږي.
ضمیر وايي ۷۰ فیصده زراعتي محصولات له آبي یا پر اوبو له خړوبو شوو ځمکو څخه لاسه راځي، ځکه هم نوموړی دې ټکي ته په پاملرنې سره د هېواد د اقتصاد ښه والي لپاره په هېواد کې د اوبو پر منابعو پانګونه مهمه ګڼي.
ضمير دا راز زیاتوي چې افغانستان هر کال شاوخوا د ۴ ملیارد ډالرو په ارزښت زراعتي محصولات له بهره واردوي، چې د نوموړي په خبره که یادې پېسې دننه په هېواد کې د کرنې د ښه والي لپاره ولګول شي، نو هم به بزګر او هم خلکو ته ډېره ګټه ولري.
د اوبو له نړیوالې ورځې څخه په داسې حال کې لمانځنه کیږي، چې د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو په خبره هر کال په افغانستان کې 7/2 ملیون متر مکعب تر ځمکې لاندې اوبه کمیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA